کانګرس: پاکستان دې په تور لېسټ کې شامل شي

روهي (څلورنۍ/۱۸ د سلواغې)، د امريکا د کانګرس يو شمېر غړو تېره ورځ له امريکا او نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې پاکستان دې د ترهګرو هېوادونو په لېسټ کې شامل کړي.

يادو غړو په پاکستان کې د ورستيو ناخوالو، په ياد هېواد کې د ترهګرو د پټنځايونو د شتون او د ترهګرۍ پر وړاندې په نړيواله مبارزه کې د پاکستان د نه رېښتنوالي په اساس غوښتنه کړي، چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ هېوادونو په تورلېسټ کې شامل شي.

د کانګرس غړي وايي، چې د پاکستان هېواد د خپلو ګاونډ هېوادونو پر وړاندې ترورېستي کړنې تر سره کوي او همدارنګه په کور دننه د بلوڅو او پښتنو په وژنه او زورنه کې پراخه لاس لري.
 
د کانګرس د يو غړي په وينا، شکیل افریدي نومي کس چې د اسامه بن الادن په تعقيب کې يې له امريکايي ځواکونو سره مرسته وکړه او امريکايي ځواکونو په آبيټ اباد کې اسامه ووژلو، تر اوسه د پاکستان له پوځ سره بندي دی.

د کانګرس غړي وايي، چې د پاکستان د حکومت په پرتله د پاکستان پوځ؛ دواړه پوځي او ملکي واک له ځان سره لري او له هغې څخه په ګټې ترهګريزې او بشري ضد کړنې کوي.

دوی د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ټرمپ په هغه خبره ټېنګار کوي، چې پاکستان په مېلېارده ډالر مرسته له امريکا او نړيوالې ټولنې تر لاسه کړي، خو په بدل کې يې دوی ته دروغ ويلي او دوکه کړي يې دي.

په دې ورستيو کې په پاکستان بهرني فشارونه ډېر شوي او همدارنګه په لومړي ځل په غټ شمېر پښتانه قومونه د پاکستان د پوځي حکومت پر وړاندې لاريونونه او مظاهرې کوي.

د شنونکو په وينا، پاکستان په يو مهم پړاو کې ځای پر ځای شوی او افغانستان کولی شي، چې د نړيوالې ټولنې په مرسته د پاکستان د ترهګريزو کړنو څخه په دې اساس وخت کې ځان بې غمه کړي.