تایوان کې زلزلې خلک په نړېدولو کورونو کې اېسار کړي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۷مه) له راپورنو سره سم، د تایوان په هوالین ښار کې ۶،۴ ریختر درجې زلزلې ودانۍ نړولې دي.
ویل شوې، تر اوسه د دوه کسان وژل کېدو او د دوه سوه ټپیانو خبر ورکړی شوی دی.
زلزله د چهارشنبې په شپه ځايي وخت ۲۳:۵۰ بجې شوې ده.
ویل شوي، چې ژغورونکو تراوسه ۱۵۰ کسان له نړېدولو هوټلونو او استوګنځیو اېستلي دي.
د معلوماتو له مخې، د ۴۰ زره کورونو اوبه پرچاو شوې دي او پلونه تړلي دي.
له هوالین ۱۶۰ کیلومتره لرې د تایوان پلازمېنه تایپه کې هم خلکو د زلزلې جټکې حس کړې دي.