
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۸مه) د امریکا دفاع وزیر ښاغلی جېمیز متیس وايي، افغانستان به د امپراتوریو هدیره وي، خو امریکا په افغانستان کې استعماري نیت نه لري.
هغه تیره ورځ د خپل هېواد د کانګریس غړیو ته وویل، چې د طالبانو ارادو د ماتولو لپاره د متحدو ایالتونو د نوې ستراتیژۍ دفاع وکړه.
د کانګریس غړي والټر جونز په دغه ناسته کې وویل، په دې کې به شک نه وي چې افغانستان د امپراتوریو هدیره دی خو امریکا د افغانستان د نیولو په نیت په دغه هیواد کې حضور نه لري.
ښاغلي جونز له دفاع وزیروپوښتل؛ ایا د سمندري ځواکونو د قول اردو قوماندان جنرال چوک کولک له ارزونې سره موافق یئ؟
قومندان چوک کولک لیکلي و:
"ډېرو هڅې کړي خو هیڅوک د افغانستان پر لاندې کولو بریالی شوی نه دی. موږ به هم د هغو ملتونو په لیست کې راشو چې په دې کار کې پاتې راغلي دي."
متيسى جونز په ځواب کې وویل:
"د کانګریس غړیه، که موږ د افغانستان د نیولو هلې ځلې کولای، نو له تاسو سره به مې سل په سلو کې منلې وای. څه چې موږ یې په لټه کې یوو هغه دا دي چې امریکایانو ته دا ډاډ ورکړو چې بیا به د سپټمبر یوولسمه نه پېښېږي."
د ښاغلي متیس په وینا؛ اوس امریکايي پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې ترڅنګ د هغو یوازې هوايي ملاتړ کوي.
تیره ورځ په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جان نیکلسن ويلي، چې د ده تر قوماندې لاندې ځواکونو د افغانستان په شمال کې هم د مخدرو موادو پر ضد له څلور ورځو راهیسې هوايي بریدونه پیل کړي دي.
د هغه په خبره، افغانستان پر جګړه د کال ۴۵ ملیون ډالره لګښت لږیدلی دی.
بل خوا د دفاع دا هم وویل، چې په دغو پیسو کې ۵ ملیارده پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ۱۳ ملیارده په افغانستان کې پر مېشتو امریکايی پوځیانو لګېږي.