
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۷مه) د پولنډ هېواد ولسمشر اندژې دودا ویلي چې د اسرائیل، متحده ایالاتو او اوکراین له مخالفت سره ـ سره د یهودانو د ډله ییزې وژنې لایحه به توشیخ کوي.
دغه لایجه چې د پولنډ هېواد پارلمان تصویب کړې ده، اوس د دغه هېواد ولسمشر خبر وکړی، چې دا لایحه به توشیح کړي.
په لایحه کې راغلي؛ هر هغه کس ته تر ۳ کالو د بند سزا یا نغدي جریمه په پام کې نیول شوې چې که په پولنډ کې د جرمني نازیانو د ډله ییزې وژنې کمپونه د پولنډ د مرګونو کمپونو په توګه یاد کړي.
ښاغلي دودا ویلي، دی به دغه لایحه د لا وضاحت لپاره د اساسي قانون ځانګړې محکمې ته ولیږي، ترڅو سم معلوم شي.
بل خوا اسرائیل بیا اندېښنه ښودلې چې دغه قانون به د نازیانو له خوا په ترسره شویو جرمونو کې د پولنډیانو د رول په اړه رښتیني بیانونه منعه کړي.
په دې اړه، د امریکا متحدو ایالتونو او اوکراین هم ورته اندېښنې ښودلې دي.