هند له افغانستان سره ۱۰۰ مېلېونه ډالر کومک کوي

روهي (درې نۍ/۱۷ د سلواغې)، په هند کې د افغانستان سفير منپریت هورا په کابل کې د هند هېواد د ۱۰۰ مېلېونه افغانيو تړون لاسليک کړ.

د دغه تړون د لاسليک په مهال د حکومت اجرائيه رئيس او په کابل کې د هند سفير منپریت هورا برخه درلوده. د هند سفير وويل، چې دغه مرستې به د هېواد په بېلابېلو برخو کې په رغنيزو او ښوونيزو برخو خرڅ شي.

د حکومت اجرائيه رئيس په خپلو خبرو کې، د هند مرستې وستايلې او پاکستان ته يې په اشارې وويل، چې ځينې هېوادونه افغانستان ته ترهګر استوي او بيا د هند غوندې نور هېوادونه له افغانستان سره په روزنيزه او رغنيزه برخه کې مرسته کوي، چې د يو ښه ګاونډېتوب اصول دي.