د لر او بر پښتون د يوځای کېدو طلايي موقع، افغان حکومت او ولس ته څه په کار دي؟

د لر او بر پښتون د يوځای کېدو طلايي موقع، افغان حکومت او ولس ته څه په کار دي؟
مېروېس ويال

په ټول کې يا په اکثريت ډول؛ تر نن ورځې پورې نه کوم افغان حکومت او نه هم افغان ولس دا منلي، چې ډېورنډ رسمي کرښه ده او يا دا چې، د يادې کرښې هغه خوا ته پښتانه افغان نه دي، بلکې دا چېغه وهي، چې ډېورنډ تړوني کرښه ده، ډېورنډ تپل شوې کرښه ده، ډېورنډ به له منځه ځي، لر او بر پښتون يو افغان دی. همدا چيغه په هغه غاړه پښتنو کې هم شته، خو پټه ده، چوپ دي، غلي دي، ويرېدلې دي، په لوی کور (افغانستان) کې يې داسې نورين دی، چې افغانان يې په ځان حيران کړي دي.

پاکستان ته د ډېورند د کرښې اهميت:
- د ډيورنډ کرښې هغه غاړې ته سيمه د پاکستان لويه جغرافيوي او ډيموګرافيکه برخه تشکېلوي.
- په جغرافيوي او ډيموګرافيک ډول پاکستان له يادې سيمې اقتصادي، بشري او سیاسي ګټه اخلي.
- د يادې سيمې په بېل والي پاکستان د هند په مقابل کې، په پراخوالي او وګړيز ډول څو برابره کوچنی هېواد جوړيږي، چې د له منځه تللو امکان يې ډېرېدی شی.

پورته درې او ورته نورې په لسګونه هغه ګټې دي، چې پاکستان يې په قانوني ډول تر هغه له پښتونخوا څخه تر لاسه کولی شي، ترڅو چې يې د ملي حاکميت برخه وي. خو پرته له پورته قانوني ګټې اخېستې څخه، پاکستان په غېرې قانوني، غېرې انساني او ترهګريز ډول هم، د ډيورند د کرښې هغه غاړه د خپلو ملي يا د اکثريت پنجابي ګټو په موخه کاروي.
 
- په خپله خاوره کې افغانانو ته د ګډوال په نوم ځای ورکول او له نړيوالي ټولنې څخه په مېلېارده ډالره مرسته د مهاجر په نوم اخېستل.
 
- د انساني او د مخدره موادو د قاچاق په توګه ورڅخه ګټه اخېستل.
 
- د اسلام په نوم مرکزونه هلته ساتل، چې د اړيتا په وخت کې په خپله خوښه د اسلام په نوم ګټه ترې پورته کړي.
 
- افغانستان په وچه کې ساتل.
 
- د افغانستان او هند په مقابل کې د ترهګرو د ځالو د جوړولو او د ترهګرو د خوندي ساتني په موخه پر امن ځای.
 
- د پاکستانو ګټو ته ژمن او د خپلو هېوادونو لپاره د ورانکارو اجېنټانو او جاسوسانو پکې ساتل.
 
- له يادې سيمې داسې ويره خورول، چې د پاکستان په لورې څوک د بريد جرئت ونه کړي.
 
پاکستان په قانوني او غېرې قانوني ډول د ډيورنډ د کرښې هغه خوا سيمو څخه خپله نهايي ګټه پورته کوي. افغان حکومت او افغان ولس له لومړی ورځې څخه پرې ښه پوه دی، نړيوالې ټولنې پرې سترګې پټې کړې دي او د ډيورنډ هغه غاړې پښتانه؛ ځينې پرې بې خبره دي، ځينې بې وسه دي او ځېنې د پاکستان له همدې لوبې سره خوښ دي.

اوس په پاکستان کې افغان پښتانه (د ډيورنډ د کرښې هغه غاړې ته پر ته پښتانه) د تېر په څېر ډېر وېښ او هوښيار شوي دي. د ډيورنډ د کرښې په حل کې څلور مهم لوري په پوره ډول سره مسوول او يو ښه رول لوبولی شي.

۱- افغان حکومت: له لومړۍ ورځې څخه بيا تر نن پورې افغان حکومت د ډيورند کرښه د ځان حق او خاوره بولي او په افغانستان کې د روانې جګړې ريښې هم له دغه کرښې هغه غاړې ته د پاکستان کار بولي. په اوسني وخت کې افغان حکومت کولی شي، چې د ډيورند د کرښې د هغه غاړې پښتنو داسې ملاتړ وکړي، لکه څه ډول چې پاکستان له ۱۳۵۷ څخه وروسته د حکومت پر وړاندې د مجاهد په نوم د ډولو او اوس مهال د طالبانو ملاتړ کوي.

افغان حکومت دې د کرښې د هغه غاړې د پښتنو لاس ونېسي، سياسي اړېکې دې ورسره ښې کړي، په کلتوري او فرهنګي چارو کې دې ورسره شريک شي، مالي ملاتړ يې کولی شي، په نړيواله ټولنه کې د دوی غږ پورته کولی شي، په رسنيو کې د پرې خبر او راپور ولري، وړاندې تګ او ناخوالي يې بايد انعکاس کړي او ډېر نور څه.

۲- د هغه غاړې پښتانه: د هغه غاړې پښتانه هم بايد، ځانونه د پرهر افغانستان برخه وبولی، تاريخ دې ولولي، په اکثريت دې فکر وکړي چې وژل کيږي، نه هغه اقليت چې د پنجاب په لومو کې ښکار د خپل لوی کور افغانستان په وړاندې جنګيږي.

په يو پاکستان کې پښتونخوا او پنجاب ځمکه او اسمان توپير لري، دا هر څخه طعبيي نه دي بلکې قضداً او د سياسي موخو لپاره دي. سياسي موخې او د پنجاب ملي ګټې ټاکلې نه، بلکې نه ټاکلې دي. تر هغه چې پنجاب خپل ګټې تر لاسه کوي، تر هغه به پښتون په کې وژل کيږي.

دوی دې، مبارزه کړندۍ کړي، دوی اوس د لوی افغانستان برخه کېدای شی، دی اوس يوه ښه زرينه موقع په لاس لري.

۳- افغان ولس: د افغان حکومت دننه داسې سياسي کړۍ شتون لري، چې د پښتون له غوڅ اکثريت سره دښمنې لري، دښمنې په دا سبب ده، چې خپل ځان ورک بولي. دغه کړۍ ښايي افغان حکومت داسې ستونزي رامخ ته کړي، چې ډيورنډ او هغه غاړې ته پروت افغان پښتون ورڅخه هېر کړي. د هغې غاړې د پښتون ورور چيغه او غږ بردګه کول، ملا يې تړل، مبارزه ورسره کولو، وېښول، يو کول، وړاندې تلل او نور په لويه کې د اکثريت افغان ولس دنده او وجيبه ده.

۴- نړيواله ټولنه: د امريکا په شمول نړيوالې ټولنه په دې ورستيو کې په دې اعتراف وکړ، چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي او پاکستان د خپلو ګټو په موخه دغه کړنې ته دوام ورکوي. نړيواله ټولنه په دې پوهيږي، چې د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې، حکومت د ولس پر وړاندې د مور او مېرې سلوک نن نه، بلکې له کالنو راهيسې کوي. کله چې نړيواله ټولنه د بشر د حقوقو، انسان دوستۍ، ظلم او ستم پر وړاندې غږ پورته کوي، نو بيا نن هم بايد په پاکستان کې د افغان پښتون ولس غږ واوري او موضوع نړيواله کړي.