دوکه باز او لوفر میړه څنګه وپیژنۍ؟

ایا د ژوند همسفر مو درسره دوکه کوي؟
د انډيپینډینټ ورځپاڼې د تازه څیړنو پایلې يې درته له حقیقته پرده پورته کوي او اصلي څیره يې درښايي.

که میړه مو خدای مه کړه دوکه باز او دروغجن وي، نو تاسې اړ کیږئ، چې لاس په کار شئ او یو څه وکړئ.

دڅیړنو په باور دا ثابته خبره ده، چې که میرمنې په خپلو میړونو شک لري، د ۸۵ سلنه میرمنو شک په ځای دی؛ خو ددې برعکس که سړي په خپلو میرمنو شک لري، نو د نیمايي هغوې شک يې بیځایه دی.

لیون هارټ انډيپینډینټ ته ویلي، چې د میرمنو شک ډير کم وخت غلط وي.

که تاسې د خپل ژوند په شریک شکمن يی؛ نو لاندې څو نښې پکې ولټوئ:

په ناڅاپي ډول د کوروالي (سېکس) کمه دلچسپي
په موبایل کې پټې خبرې او پسپسک
ډیرې شپې له کوره بهر شپه تیرول
تاسې بلاک کوي او یا هم د خپل موبایل او کمپوټر پاسورډ بدلوي
د خپل بروزر (انټرنیټ) تاریخچه یا هیسټري همیشه پاکوي
ډیر کله او په ناڅاپي ډول له کوره د باندې وځي
د پیسو مبهم بیلونه ورپسې راځي
ناوخته کور ته راځي
د عطرو بوی ترې ځي

څیړونکي وايي، چې دا ډول خلک اکثره دوکه ورکوونکي او د باور وړ نه وي.
دیادولو وړ ده چې دورځپاڼې لیکوال او زما سپارښتنه ټولو خویندو او ورونو ته دا ده چې دیقین او شک ترمنځ تفکیک وکړي او بې ځایه شکونه هم دایمان زیان دی.