څیړنه:دفارمي چرګانو غوښه دسرطان یو لامل کیدای شي

د امریکا د متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې (F D O) په دې وروستیو کی د هغو چرګانو په غوښه کې چه د درملو به ذریعه تغذیه کیږي د ژوندي ارسینک ماده شتون ومانه.

دڅیړنې په باور، په مارکیټ کې د خرڅلاو لپاره چرګان د ارسینک ماده لريو نوموړی ادارې د ازمایښتونو نه وروسته وموندله، چی د نیم نه د زیاتو چرګانو به ځیګر کې ژوندی ارسینک ماده شته.

ارسینک یو زهري کیمیاوي ماده ده، چې د سرطان لامل کیږي. دتیر عیسوي کال د یو ریپوټ له مخې اویا (۷۰) سلنه چرګانو ته د چاغوالي په خاطرارسینک ورکول کیږي.

نوموړي ماده د چرګانو د خوراک سره ګډوي تر څو په لږ وخت کې ژر غټ او غوښښن شي.