د صدام حسين لور د داعش او القاعده د غړو په نوملړ کې

روهي (درې نۍ/۱۷ د سلواغې)، د عراق حکومت د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين لور، رغد صدام، د داعش او القاعده د غړو په هغه نوملړ کې راوړي، چې تر سياسي تعقيب لاندې دي.

په دغه نوملړ کې ۶۰ کسان شامل دي، چې ۱۸ يې د داعش ډلې غړي، ۱۲ کسان په کې د القاعده شبکې غړي او ۲۰ کسان د صدام حسين د بعث ګوند غړي دي، چې د صدام حسين د لور رغد صدام نوم هم په کې شامل دی.

د عراقي حکومت په وينا، دهغه ۶۰ کسان هغه خلک دي، چې په عراق کې له ترهګرو ډلو سره مالي مرستي کوي او بريدنو ته يې هڅوي.

د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين لور، رغد صدام اوس مهال په اردن کې د جلاوطنی ژوند کوي.

کله چې په ۲۰۰۳ زېږديز کال کې، امريکا په عراق پوځي بريد وکړ، نو د صدام حسين بعث ګوند يې لغوه اعلان کړ، ډېری غړي يې ووژل او يا يې هم ژوندي ونېول.

په عراق کې د صدام د رژيم له سکوت وروسته، مذهبي جګړه پيل شوی، چې زرګونه کسان په کې ووژل شول.

عراقي حکومت، په عراق کې د بريدونو او چاودنو مسووليت د بعث ګوند کار بولي او ياد ګوند له داعش او القاعدې سره په همکارۍ تورن وي.