
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۷مه) دا راپورونو له مخې نن په پاکستان کې د پښتنو د احتجاج پنځمه ورځ ده.
دغه احتجاجي غونډې هلته د یو پښتون ځوان نقیب الله مسید د وژنې لپاره کېږي.
د پاکستان پخوانې ډیپلوماټ او د سیاسې چارو کارپوه ایاز وزیر ویلي:
"د پښتنو مختلفو قومونو له ډیر وخت راهیسې داسي احساس کاوه چې په هیواد کې د ترهگرۍ په ضد په قبایلي سیمو او نورو برخو کې چې کوم عملیات کیږې په هغې کې ورسره ډیر زیاتې شوی دی".
د دغو غونډو ګډونوال وايی، د پښتنو ملت پاله مشران د هغوی د استازیتوب لپاره نه دي راغلي خو د عوامي نیشنل گوند سناتور افراسیاب خټک بیا وایي چې د دوی گوند د پښتنو د دغې احتجاجي غونډې سره هر ډول ملاتړ ته چمتو دی.
ددی تحریک غړو ویلي، چې له حکومت سره یې خبرې روانې کړې دي او د سه شنبې په ورځ به د پاکستان له صدراعظم سره هم وګوري.
په ورکړل شویو راپورنو کې راغلي؛ دغه لاریونوال د جنورې په ٢٦ مه د دیره اسماعیل خان څخه را پیل او د فیبروري په لومړې نیټه اسلام اباد ته راورسیدل.
لاریونوال د هغه پولیس راو انوار د نیولو غوښتنه کوي، چې د جنورۍ په ١٣ مه یې په یوې جعلي مقابلې کېځوان نقیب الله مسید وواژه.