
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۷مه) د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وايي، امریکا او ناټو د افغانستان د امنیت په تأمینولو کې پاتې راغلي او یوازې د دغه هېواد امنیت لپاره، له اسلام اباد سره ددې هېواد مرسته ده.
د اسپوتنیک راپور له مخې، د "آوا" خبري اژانس په حواله؛ د پاکستان د بهرینو چارو وزیر خواجه محمد آصف ویلي، د افغانستان او پاکستان امنیت د دواړو لوریو ترمنځ په ګډو مرستو کې دی.
د ښاغلي خواجه اصف په خبره، په افغانستان کې ځینې د سولې غوښتونکي نه دي او د دې هېواد خبرې اترې له پاکستان سره له خنډونو سره مخامخ کوي.
د نوموړي په باور دا په داسې حال کې ده، چې په دې اړه امریکا خپل اغیزمن اقدام نه پورته کوي.
ښاغلي آصف همدارنګه ادعا کړې، په پاکستان کې هېڅ ترهګریزو ډلو پټنځایونه نشته؛ په همدې اساس ممکنه نه ده، چې په دې هېواد کې د ترهګرو پر ضد عملیاتو پلان ونیول شي.
د پاکستان بهرینو چارو وزیر ټینګار وکړ: له کابل دولت څخه مو بیا ـ بیا غوښتنه کړې ده چې افغان کډوال خپل هېواد ته بیرته وغواړي او د ګډې پولې په ساتلو کې یو له بل سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: ترڅو پورې چې افغانستان او پاکستان له یو بل سره مستقیمې اړیکې ونه لري، نو د سیمې امنیت ممکن نه دی.