
روهي (دوه نۍ/۱۶ د سلواغې)، د فېسبوک ۴۶ اجرائيوي مشره مينډولسون له تېر ۲۰۱۶ کال راهيسې د وينې سرطان (follicular lymphoma) په نا اعلاجه ناروغۍ اخته ده.
مينډولسون وايي، "تر ټولو سخته شېبه هغه وه، کله مې چې خپلو ماشومانو ته وويل، چې د وينې سرطان نا اعلاجه ناروغي لرم."
د وينې سرطان يا follicular lymphoma هغه ناروغۍ ده، چې ډېر په ارام ډول سره پرمختګ کوي او دغه ناروغي د سرطان نا اعلاجه ناروغي ده.
مينډولسون د انګلستان هېواد اوسېدونکې ده او څلور ماشومان لري. د نوموړي خاوند او کورنۍ هڅه کوي ترڅو د مينډولسون درملنه تر سره شي، خو د مينډولسون په وينا چې ناروغي يې نا اعلاجه او د درملنې وړ نه ده.