
روهي (دوه نې/۱۶ د سلواغې)، د ايران څخه د پارس خبري آژانس خبر ورکړی، چې نن ورځ يو ناپېژنده کس، چې سپين کفن يې په تن او مسلح وو، هڅه يې کولو ترڅو د ايران ولسمشرۍ ماڼۍ ته دننه شي، خو پوليسو په ډزو ټپي کړ.
ويلي شوي، چې دغه کس ۳۵ کاله لري او نوم يې عمر دی.
په تهران چارواکي وايي، چې ياد کس پرته له اجازې هڅه کوله، چې د ايران د ولسمشرۍ ماڼۍ د حسن روحاني تر کار ځای ځان ورسوي، خو له وړاندې وپېژندل شو او په ډزو ووېشتل شو.
تر اوسه نه مالومه چې ياد کس په کومې ډلې پورې تړاو لري، ولې يې کفن اغوستي او ولې په دې هڅه کې وو، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ننه لاړ شي. په تهران کې پوليسو وايي چې له ټپي کېدو وروسته يې ياد کس نېولی، پوښتنې او تحقيق پرې روان دی.