محتر مو دوستانو،
څه مې چې په زړۀ راغلل ،و مې کښل٠ زما اشاره بېخي د کرزي صاحب وروستي سفر ته نه ده،خو که څوک بيا هم په دې اند وي چې زما اشاره همدې سفر ته ده،نو بيا د دوئ خپله خوښه٠
په درنښت
يار مې د يار د کلي څـــــــه راوړي
بيا ئې ترخه دي که ،خواږه راوړي
مو نږخو ئې ناست يو،د ډوډۍ په طمع
مه کـــــړه چې ،دۀ وي شنه واښه راوړي
بيا ئې ټول تېر کړل،د شړۍ د لاندې
که ئې دي مونږ ته هم ،يو څه راوړي
بيا ئې څه خرڅ کړل،او په څوئې خرڅ کړل
چې ئې هم شنه دي، او هم سرۀ راوړي
اسونه نه وو ،ښکاري، ځکه ئې بيا
يو څه غوائې دي او څه خرۀ راوړي
هيلــــــې تازه او امېــــــــــدونه نوي
نه يار ورکـــــړي او نـــــــه دۀ راوړي
خېر دی ،راځۍ چې څه لوګۍ کړو ورته
کله ئې تخرګ کښې وي،څه ښه راوړي
افغان زوئ
د کال ٢٠١٠د مئ ١٨ پيښور
وروستي