څو چې دا زمکه اسمان وي

څوک چې مــــا پورې خندا کړي
په خــــپل حـــــــــال به بيا ژړا کړي
که مې کوږ په څنګ کښې تېر شو
بيا د مــــــور ورته دعـــــــا کـــــړي
دغــــــه دښتې او دا غـــــــــــرونه
به ئې وار خپلــــــه خـــــــطا کړي
د کابل د لمــــــــــــن اور بــــــــــه
لــــــولپـــــــــه ټولــــــه دنيا کړي
دا ملنګ بــــــه د کــــوڅې ،څــو
نـــــــــوابـــــــي په سر زمــا کړي
د پــــردو دا تالــــــي څټ بــــه
د پردو پـــــــه ډول ګــــډا کړي
دا خټک د اورنګ ورور دی
کــــه مې کلۍ ،مغل وا کړي
دا افغان نه دی ،دېورنډ دی
چې مې،لر له بر ،جدا کړي
نه د (کرز)دی،نه کرز (زۍ)دی
چــې د کـــــرز سره جفا کړي
نه زمـــــا دی، نـــــه د ستا دی
چې ما،ما کړي او تا،تا کړي
د مـــــــلالې يا قــــــربان بـــــــه
بيا را ويښه ،افغان خوا کړي
د امــــان مـــــاڼۍ به ،جـــــوړه
د امان بچــــــــوړي،بيا کــړي
سور ګوربت به د سور غر بيا
الـــوتنې، په هـــــــوا کــــــــړي
مست امــــــو بـــــه ټپې وائي
اباسين بــــــه هــــــم ګډا کړي
دا ټپي،ټپي افــــــغان بـــــــه
بيا راپــــورتـــــه ،دا نارا کړي
"څو چې دا زمکه اسمان وي
څــــــو چې دا جهان ودان وي
څو چې دا جها ن ودان وي
څو چې پاتې ېو افغان وي
تل بــــــــه دا افغانستان وي"
افغان زوئ کابل د ٢٠١٠ کال د اپرېل اتمه