
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۶مه) د امریکا غږ اشنا راډيو پښتو وېب پاڼې د راپور له مخې، د چین د اګزدال په نوم یو شرکت د جنسي مقاربت لپاره، چې خبرې هم کولی شي نانزکي جوړې کړې دي.
ددغه شرکت مسوولینو ویلي، دا کار یې د دې لپاره کړی دی، چې د زړو او ډېر عمر لرونکو نارینو زیاتوالی موجود دی.
دغه نانزکه "ژیاودای" نومیږي. د یاد شرکت مشر د فرانسې له خبري اژآنس سره په خبرو کې ویلي؛ دا زیرکې نانزکې یې یوازې د جنسي مقاربت لپاره نه دي تولید کړي، بلکې یو هدف یې دا دی چې له دې لارې په چین کې ځینې لویې ټولنیزې ستونزې حل کړل شي.
نوموړي زیاته کړې:
"نانزکې به داسې جوړې کړو چې له خلکو سره خبرې وکړي، د کور په کارونو کې مرسته وکړي اوبیا د نرسې په توګه وکارل شي."
د معلوماتو له مخې، دغې نانزکې قیمت، چې یوازې د سکس لپاره وکارول شي، ۴۰۰ ډالر دی، خو بله بڼه یې ۴۰۰۰ ډالره ده چې له ایفون سره نښلول کیږي او د یو اپلیکیشن له لارې د کور د ځینو زیرکو او برېښنايي توکو د روښانولو او مړه کولو کارونه ترسره کوي.