امريکا په وېنزوېلا هم بنديزونه لګوي

روهي (درې نۍ/۱۶ د سلواغې)، د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن ارجنټاين ته تللي، ترڅو د وينزوېلا پر وړاندې د امريکا د متحدو ايالتونو سره د بندېزونو په طرحه کې يې ملاتړ وکړي.

امريکا د وېنزويلا په ولسمشر تور پورې کوي، چې د هېواد سياسي او اقتصادي خراب وضعيت پر ضد لاريونونه يې په تاوترېخوالي اړوي او په وېنزوېلا کې يې کې خلک د خوراکي موادو او درملو له کمښت سره مخ کړي.

رېکس ټېلرسن وايي، چې په نېږدې راتلونکې کې به د امريکا متحد ايالت د وېنزوېلا پر وړاندې د تيلو په سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو بندېزونه ولګوي.

وېنزوېلا د سويلي امريکا ساحلي سيمه ده، چې د امريکا له متحدو ايالتونو سره يې سياسي او اقتصادي اړېکې خبرې دي.