
روهي (دوه نۍ/۱۶ د سلواغې)، د عمان شاهي حکومت په ياد هېواد کې ښځو ته اجازه ورکړه، چې د لويو او کوچنيو موټر د چلونکو په توګه لېسانس واخلي او له نارينو سره په مساوي ډول کار وکړي او عوايد تر لاسه کړي.
تېره ورځ د مسقط پوليسو ويلي، "په عمان کې به ښځو ته د لويو او کوچنيو موټرونو د چلولو اجازه ورکړل شي، په دې کړنې سره به دوی ته د نويو دندو موقع په لاس ورشي او له نارينو سره به يو شان مساوي حقوق ولري."
د مسقط د پوليسو په وينا، چې هغه ټېکسي موټرونه چې چلونکې به يې ښځې وي، له هغه موټرونو له رنګ سره به توپير ولري، چې نارينه يې ډرېوران دي.
په عمان کې زېړ رنګ لرونکې ټېکسۍ د نارينه ډرېورانو له لورې چلول کيږي، د ښځو لپاره ګلابي، اوبه رنګه او سپين رنګونه ټېکسۍ په نظر کې نېول شوې دي، چې په دې سره به د ښځينه او نارينه ټېکسۍ چلونکو ترمنځ توپير شتون ولري.
په عمان کې يو شمېر ښځو د حکومت د يادې پرېکړې هرکلی کړی، دوی وايي چې له کلنو څخه يې له حکومت دا غوښتنه کوله او په دې پار يې مبارزه کړي. د دوي په وينا په دې کار سره به عماني ښځو ته د دندو او له سړيو سره د مساوي حقوقو موقع په لاس ورشي.
له دې وړاندې په سعودي عربستان کې حکومت ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړې وه.