
روهي (دوه نۍ/۱۶ د سلواغې)، د شمالي کوريا د دولت مشر او همدارنګه د پارلمان رئيس کیم یونګ - نوم به د راتلونکې جمعې په ورځ پییګونګینګ ته لاړ شي، ترڅو په سويلي کوريا کې، د المپيک د لوبو د پرانېستې په مراسمو کې برخه واخلي.
کیم یونګ - نوم د شمالي کوريا د ملي حاکميت تر ټولو لوی کس دی او د لومړي ځل لپاره شمالي کوريا خپل يو لوپوړی کس سويلي کوريا ته استوي.
په يادو مراسمو کې د امريکا مرستيال ولسمشر مایک پنس هم برخه اخلي، خو د مایک پنس او کیم یونګ - نوم د لېدنې او خلبرو - اترو په اړه څه نه دي ويل شوي.
د کوريا په ټاپوزمه کې د کلنو راهيسې د شمالي او سويلي کوريا ترمنځ د شمالي کوريا د اټومي وسلو پر سر د دواړو ګورياګانو ترمنځ ستونزې شتون لري او سياسي اړيکې يې خرابې دي.
دوه اونۍ وړاندې شمالي کوريا د خپل هېواد د ښځينه هاکي لوبډلې ۱۲ کسيزه لوبډله سويلي کوريا ته ولېږله، ترڅو د المپيک د لوبو لپاره يوځای تمريني لوبې تر سره کړي.
د شمالي کوريا د اټومي پروګرام پر وړاندې، سويلي کوريا او جاپان، د امريکا د متحدو ايالتونو د پالېسې او تګلارې ملاتړ کوي او د شمالي کوريا پر وړاندې يوځای ګډ پوځي تمرينات تر سره کوي.
تمه ده، چې د المپيک په سياليو کې د شمالي کوريا ګډون به، له نړيوالې ټولنې سره د ياد هېواد اړېکې ښه کړي او د کلنو ستونزه به د خبرو - اترو له لارې پر مخ يوسي.