اسرايلو افريقايي کډوالو ته، د وتلو امر کړی

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۶مه) د ورکړل شویو راپورنو له مخې؛ اسرايلو اريترايي او سوډاني کډوالو ته، د وتلو پاڼې ویشلې دي.
یوې اسرايلي هارېټز ورځپاڼه کاږي، چې د يکشنبې په ورځ اسراييلو په دغه هېواد کې مېشتو افريقايي کډوالو ته د بېرته تګ د پاڼو ورکولو په لومړي پړاو کې هغو کډوالو ته دا ډول پاڼې ورکړې، چې له کورنيو پرته هلته اوسېږي.
ویل شوي، بايد هغه شل زره کسان، چې د دغه هېواد په توقيف خونو کې دي، په ۶۰ ورځو کې له اسرايلو ووځي.
د يادې ورځپاڼې په حواله؛ له کډوالو غوښتل شوي، چې رواندا يا هم د دوی اصلي هېوادونو ته لاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېره ډسمبر مياشت کې د اسرايلو پارلمان يو قانون تصويب کړ، چې له مخې يې حکومت ته واک ورکړ، ترڅو پناه غوښتونکي له دغه هېواده بهر کړي.