هالنډ.د طالبانو دفتر د څه لپاره؟

مقدمه:
کوم وخت چې طالبانو په ۲۰۰۹ کال د جولای میاشت کې یو امریکایې سرتیری چې ( باو برګدال) نومیده د پکتیکا ولایت کې ونیوه، نو امریکایانو هم سمدلاسه په خپله تګلاره کې بدلون راوست. په دې نوي ستراتیژی کې واشنګټن او پنټاګون دې ته اړ شول تر څو د جګړې تر څنګ د خبرواترو لاره هم خپله کړي. همدا وو چې امریکایانو د خپلو ملي ګټو د ساتلو په خاطر طالبانو ته په ۲۰۱۳ کال د جون په میاشت کې په قطر کې د سیاسې دفتر درلودلو اجازه ورکړه. البته د یادونی وړ بولم چې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ویاند له قوله"امریکا او طالبان په ۲۰۱۱ کال کې د قطر دفتر د جوړولو په اړه موافقې ته رسېدلي وو؛ خو امريکايانو، افغان حکومت د بُن له دویم کنفرانس څو ورځې وړاندې خبر کړ. د افغان طالبانو د یوې سرچینې له قوله، هغه مهال د طالبانو د قطر دفتر مشر طیب آغا د دویم بُن د کنفرانس له جوړېدو څخه وړاندې په جرمني کې ناست و؛ خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مخالفت له کبله یې ونه شو کړای، چې په هغه کنفرانس کې برخه واخلي."
 
که څه هم دغه دفتر د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر غني حکومت په دواړو دورو کې د افغان حکومت له‌خوا په رسميت نه دی پېژندل شوی. خو لکه څنګه چې مخکښې وویل شول دا دفتر د ځینو کړیو سره اړیکې لري. په دې دفتر کې د طالبانو تقریبا" ۳۶ کسان شتون لري او د هغه ځایه خپله ډيپلوماسي او له نړۍ سره خپلې اړیکې غځولې دي او خپل فعالتونه کوي.

لمړۍ راځو خپل سوال ته چې دا دفتر د څه لپاره جوړ شوی؟ او که چیرې د سولې او امنیت په راوستولو کې اغیزمن نه وي نو باید ږر ترږره وتړل شي . طالبانو هر وخت د کابل حکومت سره د سولې خبرې رد کړي. خو کله چې امریکایان دوی سره خبرې غواړي نو د دوی له خواه منل کیږي. طالبانو په دا ډول کړنو هغه هیلې چې افغان ولس ځینې درلودي، هغه یې سرته ونه رسولي. کوم کار چې دوی وکړ هغه د دغه دفتر له لاري د امریکایانو سره د بندیانو د تبادلې موضوع وه، چې د یو امریکاېې پوځي په بدل کې یې له ګوانټنامو زندان څخه خپل پنځه بندیان راخوشې کړل.

دوهمه دا چې دوی یوازې غواړې خپل دا دفتر نړیوالو ته داسې ښکاره کړي چې دوی هیچاته هم ګواښ ندی او غواړی یوازې د افغانانو په مقابل کې وجنګیږې او د بې ګناه خلکو ویني توی کړي. د دوی نمایشې کانفرانسونه لکه د پګواش او داسې نور یوازې د خلکو د تیر ایستلو لپاره وو او هیڅ کله یې هم د سولې د راتګ په اړه کوم رول نه درلود.

طالبانو دغه دفتر له لارې له نورو هیوادونو لکه روسیه، ایران، چین او نورو سره هم اړیکې ټینګې کړې چې د ګران هیواد لپاره د سولې په تړاو هیڅ کومه د یادونې وړ خبرې نه په کې تر سترګو کیږې.

پایله:
لڼډه داچې د طالبانو سیاسې دفتر د امریکایانو په فرمایش په داسې یوه هیواد لکه قطر چې د امریکایانو تر ټولو لویه نظامي اډه ده جوړ شوی. په دې ورستیو کې د ټرمپ ادارې هم اعلان کړی چې دوی نه غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي. نو ښه به داوي چې طالبان د سولې خبرې اترې د هیواد دننه د افغان حکومت سره پیل کړي؛ د ورور وژنې څخه لاس واخلي او د پاکستان د غلامۍ ځنځیرونو نه ځانونه خلاص کړي. د دې دفتر تړل ځکه اړین دي چې له ګتې څخه یې زیانونه ډیر دي. بل خواه طالبان هم له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره لېوالتیا نه ښيي. نو ښه به داوي چې دا دفتر وتړل شي.