
بسم الله الرحمن الرحيم
درندو اومعزوز افغانانو! ديوې اړيڼې اوبنيادي مسالې په مورد غواړم، چې ستاسو، عالم اسلام او عالم جهان توجه را جذب کړم. دا يو څو لسيزې کيږي، چې زمونږ په ګاونډ کې پروت د ايران دولت او استخبارات، چې تل يي د افغانستان په کورنيو چارو کې له هر قسم مداخلې او تخريب نه کاراخستی، لکه مذهبي اختلافاتو ته لمسول او همدا رنګ نژادي اولساني اختلافاتو ته هوا ورکول او د افغانستان ملي شتمنيو د تخريب او له منځه وړلو هڅې.
ايران په دې وروستيو کالونو کې، يو بل ستر او عظيم جنايت ته هم لاس واچوه هغه دا چې، د هېواد تنکي ځوانان يې د يو څو محدودو پيسو په مقابل کي دعربي نړۍ، او بلخصوص عراق او شام په جنګونو کې د سني مسلمانانو په خلاف د فاطميون لوا ترچتر لاندي وجنګول.
داعمل د افغانستان د خلکو سره او تاريخ سره ستره دښمني ده. دا عمل د افغانانو په تير تاريخ لوی ګوزار دی، او مونږ تل دايران دغه قبيح عمل غندلی. ايران په هغه هم بسياينه ونشوه او په دي وروستيو کې يې افغانان داسلامي امت دقبلې او د حرمينو شريفينو په په مقابل کې دجنګ کولو لپاره اماده کړل.
درندو اومعززو افغانانو! نور ويښ اوبيدار شئ، ايران د افغانانو په مقابل کې لوې دښمنۍ ته ملا تړلي مونږ او تاسو هم بايد د ايران د دغو مردودو عملونو مخالفت وکړو اوپري نګدو چې افغانان په يوبل خطرناک ناورين کي ښکيل کړي.
د نړۍ له اسلامي کنفرانس دا غوښتنه کوو، چې د ايران د دغه ناکاره عمل مخالفت وکړي او له افغانان مو يله دا ده، چې کله هم دې داسي ناکاره عملونو ملګرتيا ونه وکړي.
مونږ به په کامل قوت دې داسي کارونو مخالفت کوو، دسعودي عربستان په مقابل کې ديمن د حوثي ياغيانو تر څنګ د افغانانو ملګرتيا د ايران لخوا شيطاني اوشراشرتي حرکت دی او مونږ د دغه عمل غندنه کوو. مونږ په هر قيمت د حرمينو د څخه دفاع او ساتنه کوو کوو دا زمونږ ايماني وجيبه ده.