
د واده لپاره د سعودي عربستان د نجونو نویو شرطونو، په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې توپان جوړ کړی.
له هغه وروسته چې د سعودي حکومت ددې هېواد ښځو ته یو لړ آزادۍ ورکړې اوس ښځو د واده کولو لپاره، ځینې نوي شرطونه وړاندې کړي دي. لوبغالي ته تلل، له ملګرو سره چکر ته وتل، ډرایوري کول، د شپې لخوا په دفترونو دنده تر سره کول او د ورور په کوټه کې ویدل کېدل هغه شرطونه دي، چې د ژوند ملګری یې باید ور سره ومني.
تر دې وړاندې دغه څه د سعودي په ټولنه کې دود نه و. د سعودي عربستان یوې اوسېدونکې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، راتلونکی خاوند مې حق نه لري چې زما د موبایل کوډ یې زده وي، که زده یې هم وي په موبایل کې مې د پلټنو حق نه ورکوم، چې چا راته زنګ وهلی او یا چا ته مې زنګ وهلی.
یوې بلې لیکلي، زه د یوه واده تجربه لرم، ځینې مېړونه له واده وروسته له خپلې پلرګنۍ سره اوسي. راتلونکی خاوند مې باید داسې یو څوک وي، چې د ځانګړي کور د اخیستو او یا اجاره کولو وس ولري.
د سبرینا په نوم د سعودي یوې بلې اوسېدونکي لیکلي، دا چې زما عمر کم دی، نو نه غواړم د خسرګنۍ خدمت وکړم او دا مې یوازنی شرط دی.
په سعودي کې چاپېدونکې یوې ورځپاڼې لیکلي، دا یوازې د نجونو نوې غوښتنې نه دي، بلکي ډېری میندې او پلرونه هم ورته غوښتنې لري. یوه پلار له خپلې لور غوښتي، چې د معلمۍ نیمه تنخوا له واده وروسته هم باید خپل پلار ته ورکړي.
اینډیپنډنټ ورځپاڼه لیکي د سعودي ښځو ته له ځینو حقونو ورکولو وروسته د دغه هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی او تر ډېره دغه هېواد د نړیوالې ټولنې زړه هم لاسته راوړی دی. د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په دې وروستیو کې هڅه پیل کړې ده، تر څو په کور دننه او بهر د خلکو او نړیوالو پام را جلب کړي.