
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۵مه) تېره ورځ وروسته له هغې چې د روسیې یوه جیټ جنګي الوتکه د سوریې په ادلب ښار کې مخالفو وسله والو له لوري په ډزو سره وه ويشل شوه او راپرځیده.
اوس تازه روسي ځواکونه په دغه هېواد کې په انتقامي بمباریو لاس پورې کړی دی.
د روسیې د هغې جنګې الوتکې چې په سوریه کې راپرځول شوې د وسله والو مخالفینو په وینا پېلوټ یې دوی نیولی خو روسې وايی، چې د یادې الوتکې پېلوټ وژل شوی دی.
له سیمې د الجزیرې د راپور سره سم، د الوتکې د راغورځېدو وروسته روسي ځواکونو او الوتکو یې پر سیمه درنې بمبارۍ پيل کړې ده.
ویل شوي، په وروستیو بمباریو کې لږ تر لږه لس ملکیان وژل شوي، چې په هغو کې یوه بشپړه کورنۍ هم شامله ده.
د روسیې ایتار تاس خبري اژانس د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله ویلي؛ روسي ځواکونو په انتقامي برید کې د پرمختللې وسلې په مټ ۳۰ تنه وسلوال وژلي دي.