سوات: د یوه پوځي مرکز په لوبغالي کې چاودنې ۲۴تنه وژلي

 (روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۵مه) د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې "ای ايس پي ار" معلوماتو له مخې، د خیبر پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې په یوه پوځي مرکز لوبغالي کې یوه بریدګر ځانته چاودنه ورکړې ده.
 
پوځي سرچينو ويلي، چې په دغې چاودنې کې د ژول کېدو شمیره ۲۴تنو ته لوړه شوې ده.
 
پوليسو څو ورځې وړاندې هم ويلي و، چې دوه مشکوک بريدگر يې نيولي، چې د حکومت پر ضد فعاليتونو کې ښکېل وو او تر هغه څو ورځې وړاندې يې د پاکستاني طالبانو يو بل مشر محمد علي هم نيولی و.
 
په دې وروستيو کې يو ځل بيا په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو لوري بريدونه زيات شوي، خو په تېرو څو مياشتو کې دا تر ټولو درنه چاودنه بلل کېږي، چې څلورويشتو پوځيانو ته په کې مرگ ژوبله اوښتې ده.
 
ۤۤپخواني معلومات:
پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر تیره ورځ منلې ده، چې د دغه هېواد د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ په کبل سيمه کې د پوځ پر يوه مرکز چاودنې د يوه افسر په ګډون يوولس پوځيان وژلي او ديارلس نور يې ټپيان کړي دي.
د پاکستان پوځ له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دا چاودنه د پوځي مرکز په لوبغالي کې شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دغه بريد کې د جهانزيب په نوم د يوه جګړن په ګډون يوولس پوځيان وژل شوي او ديارلس نور ټپيان دي.
هلته ځايي پولیس ویلي، چې د پېښې قربانيان يې د سوات مرکز سيدو شریف روغتون ته لېږدولي او په عين حال کې پوځيانو په سيمه کې د مشکوکو کسانو پر ضد چاڼيز عمليات هم پيل کړي دي.
له پېښې وروسته اسلام اباد او پېښور ته تلونکې لارې هم تړل شوي او له سواته تلونکي او راتلونکي مسافر له ستونزو سره مخ دي.
د پېښې مسوولیت پاکستاني طالبانو منلې دی.