څنګه له لټي ځانونه ژغورلی شو!؟

لټي يا سستي هغه څه دي چې پر اساس يې انسان خپل د نن ورځې حقيقي وخت يا حقيقي فرصت، په ناليدلي درواغجن سبا بدلوي. لټي يا سستي د بدبختيو زېری دی؛ له ګڼو ستونزو سره په يوه وخت کې د مخامخ کېدو راز دی.
 
په سستي يا لټي باندې د پوهېدو لپاره يې په بېلا بېلو برخو وېشو:
۱ـ خپل ځان
۲ـ د ژوند چارې
۳ـ د نورو په معاملو کې خپل ځان بې مسؤله ګڼل
 
۱ـ خپل ځان:
تاسې ډېری وخت په خپله خپل ځان غلطوی؛ ډېری وخت تاسې په سوچونو کې ډوب ياست، بې له دې چې څه ترې لاس ته راوړی؛ بس په تش ميدان خيالي پلو وهی؛ د راتلونکي پرمختګونو لپاره په چورتونو کې ډوب ياست، خو بيا په عمل کې مو کار ته ملا ماته ده. که چېرې په ژوند کې د سوچونو برخه کارونو ته ځانګړې کړی او لاس په کار شی، نو بې له شکه په نتيجه کې به هم له وخت څخه سالمه استفاده وکړی او هم به په دې وتوانېږی، چې د کار يوه برخه سرته ورسوی. سستي او سوچونه کول ستاسو د پرمختګ مخه ډپ کوي.
 
۲ـ دژوند چارې:
تاسې په ژوند کې له ګڼو ناخوالو سره ځکه مخ کېږی، چې لټي مو د ژوند عمده برخه ګرځولې ده؛ په کور، اداره، شرکت او... کې چې بايد تر خپل توان پورې کار ترسره کړی، له لتۍ څخه کار اخلی؛ هغه کارونه چې تاسې ته نن درسپارل شوي دي، ډېری وخت ددې هڅه کوی چې هغه کار درواغجن سبا ته پرېږدی؛ ځيني وخت په دې سوچ کې ياست چې نوموړی کار به په کور کې تر سره کړی؛ خو هغه کيدای شي چې د سستۍ له کبله یا په سمه توګه ترسره نه کړی او يا هم کېدای شي، چې درواغجن سبا ته در څخه پاتې شي. درواغجن سبا هغه ده چې لا تر اوسه يې څرک نشته؛ هغه سبا ده چې لا تر اوسه يې د حقيقي سبا ځای نه ده خپل کړی. راځئ پر درواغجن سبا تکيه کمه کړئ؛ ويې رټئ او له ژوند څخه يې بېګانه کړئ؛ دا ناروغي له منځه يوسئ او په نن کې له نن څخه ګټه واخلئ.
 
۳ـ د نورو په معاملو کې خپل ځان غېر مسؤله ګڼل:
تاسې تل خپلو ګټو ته ژمن پاتې شوي ياست؛ تاسې تل وعدې د خپلو هدفونو ښکار کړې دي؛ تل مو درواغجني ژمنې تر سره کړې  دي؛ د ورورولۍ احساس مو مړ ساتلی؛ له نورو څخه پور کوی، خو د پور بېرته ورکولو کې ځان مسؤل نه ګڼی؛ تاسې تل د وعدو په بشپړ کولو کې بې مسؤليته چلند کوی؛ درسپارل شوي مسؤلیت ته په سپکه ګوری او غېر مسؤلانه چلند کوی؛ غونډو ته په ټاکلي وخت نه ځی. دا ډول کړنې تاسې ته په ژوند کې خوښي نه درکوي، بلکې تاسې ټولنې ته د يوه فرېبکاره شخص په توګه معرفي کوي؛ شخصيت مو په ټولنه کې ځپي؛ ستاسو پر وړتياوو تل خاورې انباروي. هڅه وکړئ تر څو دا ډول ناروغي د مسؤلانه کړنو په تر سره کولو سره له منځه يوسئ.
 
نن تاسې يو څه ياست چې په ټولنه کې ژوند کوی؛ ټولنې تاسې ته اړتيا لرله؛ خو که چېرې ددغه اړتیا ځواب تاسې ټولنې ته په بې پروايۍ يا سستۍ سره ورکړی، نو په اينده کې همدا تاسې یاست چې ټولنه له بد بختيو سره مخ کوی. د نن ورځې حقيقي ژوند له درواغجن سبا څخه غوره وګڼئ؛ له وخت څخه ګټه واخلئ، ځکه دا تاسې لپاره د رب له لوري د ژوند د پرمختګ يو فرصت دی.
اوس څخه په اوس وخت کې ګټه واخله!
تيمورشاه عمران