(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۵مه) د سوریې په ادلیب ښار کې د روسیې یوه جیټ الوتکه د سوریې د حکومت د مخالفو وسلوالو په ډزو لګېدلې او راپرځېدلې ده.
د ورکړل شویو راپورنو له مخې ویل شوي، چې د روسیې دفاع وزارت د پيښې تایید کړی دی.
په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو ویډیوګانو څخه ښکاري چې الوتکې په سیمه کې بمبارۍ کوله او د مخالفو وسله والو له خوا لږېدلې ده.
د روسیې دفاع وزارت معلوماتو په اساس د الوتکې نوعیت (su-25) ده چې د روسیې یوه د پرمختللیو جنګي جیټ الوتکو څخه شمېرل کیږي.
د ځايي وسله والو ادعاو پر اساس د الوتکې پيلوټ وسله والو ژوندی نیولی دی.
وروستي