
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۵مه) پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر تیره ورځ منلې ده، چې د دغه هېواد د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ په کبل سيمه کې د پوځ پر يوه مرکز چاودنې د يوه افسر په ګډون يوولس پوځيان وژلي او ديارلس نور يې ټپيان کړي دي.
د پاکستان پوځ له خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دا چاودنه د پوځي مرکز په لوبغالي کې شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دغه بريد کې د جهانزيب په نوم د يوه جګړن په ګډون يوولس پوځيان وژل شوي او ديارلس نور ټپيان دي.
هلته ځايي پولیس ویلي، چې د پېښې قربانيان يې د سوات مرکز سيدو شریف روغتون ته لېږدولي او په عين حال کې پوځيانو په سيمه کې د مشکوکو کسانو پر ضد چاڼيز عمليات هم پيل کړي دي.
له پېښې وروسته اسلام اباد او پېښور ته تلونکې لارې هم تړل شوي او له سواته تلونکي او راتلونکي مسافر له ستونزو سره مخ دي.
د پېښې مسوولیت پاکستاني طالبانو منلې دی.