
روهي (جمعه/۱۳ د سلواغې، د ځايي رسنیو په حواله ویل شوي چې په اندونیزیا کې یو د موټرو مستري(میکانیک) په دې بریالی شوی چې داسې یو موټر جوړ کړي تر څو دواړو خواوو، هم مخته او هم شاته د اوږد سفر لپاره وکارول شي.
د ۷۱ کلن روني ګناوان د ژوند تر ټولو لویه هیله دا وه چې نوموړی د یوه داسې موټر خاوند شي چې شا او مخ ته یې ډیزاین یو رنګ وي او دواړو خواوو ته پرې سفر وشي چې تاسې په عکس کې لیدلی شئ.
روني ویلي چې دا موټر یې په دریو میاشتو کې جوړ کړی چې دده سره درې ویلډنګ واله، درې رنګمالانو او نورو میکانیکانو مرسته کړی، دی وايي چې د دوو موټرو مخکنیو برخو د یوځای کولو څخه یې دا موټر جوړ کړی دی.
د موټر د جوړونکي په آند ویل شوي چې موټر بلکل د سفر کولو لپاره چمتو دی او دې کولای شي هر چیرته پرې سفر وکړي.