فرانسه کې دوه پوځي الوتکې ټکر شوې دي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۳مه) د راپورونو له مخې ویل  شوي چې د فرانسې په جنوب ختيځ سیمه کې نن د جمعې پر سهار دوه پوځي الوتکې تر ټکر وروسته نسکورې شوې چې په ترڅ کې يې ۵ تنه پوځیان وژل شوي دي.
دغه الوتکې د پوځي روزنې د پوهنځي اړوند وې چې د کارسيس جهيل ته نږدې ټکر شوې.
هلته د ځايي رسنیو خبرونو پر اساس؛ پېښه د روزنيز پرواز پر مهال رامنځ ته شوې ده.
 پېښه کې یو پوځي بې درکه شوی چې د موندنې لپاره یې لټون روان دی.
تر پيښي وروسته سیمې ته د ژغورنې دوه چورلکې، د اطفائيې ګاډي او ۲۰ تنه پوځیان رسېدلي دي.
د پېښې د رامنځته کېدو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.