د لیبیا په سواحلو کې ۹۰ تنه کډوال غرق شوي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۳مه) د کډوالۍ نړيوال سازمان خبر ورکړی، چې نن د جمعې په ورځ د لیبیا سمندر غاړو ته نږدې ۹۰ تنه کډوال تر ډوبېدلو وروسته وژل شوي دي.
د دغه سازمان معلوماتو له مخې، کډوال د بېلابېلو هیوادونو دي چې ډېری برخه يې پاکستاني وګړي دي.
ویل شوي، دوی غوښتل چې په غیرقانوني ډول د ايټالیا سمندرغاړو ته ځانونه ورسوي چي کشتۍ يې د ليبیا سمندر غاړو ته نږدې غرقه شوې ده
له پيښي درې تنه ژغورل شوي چې هغوی د دې ناورین په اړه د ژغورنې کارکونکو ته خبر ورکړی دی.
د کډوالۍ د نړيوال سازمان ویاندې اوليوا هيډون په وینا؛ د دوی د اټکل له مخې په پېښه کې ۹۰ تنه وژل شوي.
هغې زیاته کړې، سمندر لس جسدونه را غورځولي چې دوه یې د ليبیا او پاته یې پاکستاني دي.
په ۲۰۱۷ کال کې ۳۱۰۰ تنه کډوال اروپا ته د تلو په هیله مديترانه کې یا ووژل شول او یا هم بې درکه شول چې تر ۲۸۰۰ تنو يې زیات د ليبیا سواحلو ته نژدې وژل شوي دي.