
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۳مه) په فرانسه کې مسوولو خلکو ویلي؛ د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد په کالي بندر کې د افغان او افریقايي کډوالو ترمنځ شخړه کې پنځه کډوال په ډزو ټپیان شوي دي.
د ځايي مسوولینو په وینا، څلور ایرتیریایان چې عمرونه له د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي روغتیايي وضعیت یې خراب دی.
د افغان او افریقايي کډوالو ترمنځ په دې اخ و ډب کې د دوو پولیسو په شمول یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي.
د ورکړل شویو راپورنو پر اساس، شخړه لومړی په هغه کتار کې رامنځ ته شوه چې کډوال په کې د خوړو د ترلاسه کولو لپاره ولاړ وو.
دلته سره سل ایرتیریا اتباع او ۳۰ تنه افغانان ښکېل شول.
بل خوا د فرانسې خبري اژانس د خبر پر بنسټ، شخړه هغه مهال پیل شوه چې یو افغان ډزې وکړې.
د فرانسې په کالي کمپ کې یو مهال اته زره کډوال وو چې بریتانیا ته یې د اوښتو هڅه کوله.