
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۳مه) د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په سیمه کې امریکايي قوماندانانو ته واک ورکړی چې د افغانستان او پاکستان په هره برخه کې د تروریستانو پر مرکزونو بریدونه کولی شي.
د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په اړه د سپینې ماڼۍ له یوې خبرپاڼې سره سم، له افراطي تفکر او د امریکا د ملي ګټو له ګواښونکو ترهګرو ډلو سره مبارزه د ولسمشر ټرمپ د حکومت د لومړیتوبونو څخه ده.
ویل شوي، تر هغو چې پاکستان د تروریستي ډلو ترمنځ د توپیر نه کولو په اړه امریکا ته ډاډ نه وي ورکړی، د دغه هیواد په خاوره کې به د تروریستانو پر مرکزونو بریدونو ته دوام ورکوي.
پاکستان د تروریستانو ترمنځ توپیر کوي، وايي چې افغان طالبان ښه او پاکستاني طالبان بد دي.
دا لومړی ځل دی چې د امریکا حکومت خپلو قوماندانانو ته بشپړ واک ورکوي چې د افغانستان له پولو دباندې هم عملیات وکړي.
ویل شوي چې له دې وروسته به د پاکستان په خاوره کې د بې پېلوټه الوتکو حملې زیاتې شي.