(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۳مه) په ایران هېواد کې پولیسو ۲۹ تنه هغه ښځې نیولي دي، چې د اجباري حجاب پر وړاندې یې اعتراضونه کول.
هلته د تسنیم خبري اژانس کاږلي؛ پولیسو ادعا کړې دا ښځې د یوه کمپاین له لارې چې د بهر مېشتو ایرانیانو له خوا په لار اچول شوې، دوکه خوړلې او خپل ټیکری یې له سره لېرې کړی و.
په ۱۹۷۹ میلادي کال کې تر اسلامي انقلاب وروسته د ایران خلک په شدت د حکومت له خوا څارل کېږي او حجاب په دغه هېواد کې اجباري دی.
د اجباري حجاب د نه مراعات په خاطر د پنجشنبې په ورځ دا ۲۹ تنه ښځې په داسې حال کې نیول شوي چې په روانه اوونۍ کې لږ تر لږه شپږ نورې ښځې په تهران ښار کې په ورته اعتراض نیول شوي دي.
تر اوسه پورې نه دي ویلي، چې دا ښځې په کوم ځای کې نیول شوې وې دي.
وروستي