
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې۱۳مه) د امریکا متحده ایالاتو ولسمشري ماڼۍ ویلي، د سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ستراتیژي کې امریکایي پوځیانو ته د ترهګرو پر ضد د اقدماتو اجازه ورکړل شوې ده.
د سپینې ماڼی څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ په نوې ستراتیژي کې، چې د حالاتو پر اساس پلي کیږي، د امریکا پوځ قوماندانانو لپاره صلاحیتونه او د اړتیا وړ تجهیزات په پام کې نیول شوي دي.
د یادې خبر پاڼې له مخې؛ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پر پاکستان د امریکا پوځي مرستې درولې دي.
د امریکا حکومت هیله ښودلې، چې پاکستان د ترهګرو پر ضد په مبارزه کې باید امریکا سره یو ځای شي.
ښاغلي ټرمپ د خپلې ستراتیژي د اعلانولو پر مهال د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه او وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.