فیډل کاسټر مشر زوی ځان وژنه کړې

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۳مه) د راپورونو له مخې ویل شوي، چې د کیوبا د پخواني رهبر فیډل کاسټر مشر زوی فیډل کاسټرو دیاز بالارټ ځان وژنه کړې ده.
هلته یوې دولتي ورځپاڼې ګرنما پرون لیکلي؛ د کاسټر مشر زوی چې د یو ډله ډاکټرانو له خوا له څو میاشتو راهیسې د ژور خپګان په خاطر تر درملنې لاندې و د پنجشنبې په سهار ځان وژنه کړې ده.
کاسټرو دیاز بالارټ چې ۶۸ کاله یې عمر وکړ پلار ته د ډېر ورته والي په خاطر په فیدیلتو مشهور و.
نوموړي د کاسټرو د ۱۱ اولادونو مشر و.
د کاسټرو مشر زوی د دولتي شورا ساینسي سلاکار او د کیوبا د ساینس اکاډمۍ مرستیال و.