د روسیې امنیتي ادارې مشران واشنګټن ته تللي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې۱۲مه) د روسیې د درې مهمو استخباراتي ادارو مشرانو په وروستیو ورځو کې واشنګټن ته په سفرونه تللي دی.
په امریکا کې د روسیې سفیر سرګي ناریشکین تر دې مخکې منلې وه چې د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر په وروستیو ورځو کې د امریکايي چارواکو سره د ترهګرۍ او نورو مسئلو پر سر د خبرو لپاره په واشنګټن کې و.
خو واشنګټن ته د روسیې د فډرالي امنیت د مشر الکساندر بورتنیکوف او د روسیې د لوی درستیز د استخباراتو د ادارې د مشر جنرال ایګور کوروبوف د سفر په اړه تر دې مخکې څه نه وو ویل شوي.
بل خوا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم لیکلي؛ دوه روسي استخباراتي چارواکي تېره اوونۍ په واشنګټن کې وو.
د یادې ورځپاڼې معلوماتو له مخې، بورتینیکوف او په امریکا کې د روسیې سفیر ناریشکین د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې له مشر مایک پمپیو سره کتلي دي.