زموږ په مظلوميت کې د لويديځ څومره ونډه ده ؟

لويديځ دخپل دوه مخيز سياست له کبله ملامت دی ، که يوه لوري ته لويديځ په خپلو هيوادونو کښي د ديموکراسۍ اود بشرد حقوقو د برلاسي اړوند زيار باسي اوپه کلکه يې ساتنه کوي ، نوبل لوري ته په اسلامي نړۍ کې د فاسدو اوديکتاتورو حکومتونو ملاتړ کوي او تر څنګ يې دريږي . پداسې حال کې چې زموږ په اسلامي هيوادونو کښي ترلويديځ ډيرسرکشه ظالمان وجود لري ، آيا موږ دا حق لرو چې لويديځ داسلام اومسلمانانوسره د ظلم په خاطر ملامت کړو ؟
ظلم که دهر لوري نه راشي نو ظلم دی ، که دلري نه راشي او که له نږدې نه ، که د خپل له لوري وي او که دپردي له لوري . که چيرې د خپل ورور له لاسه وځورول شې ، نو دا پدې مانا نده چې ستا ګاونډي هم ستا د ځورولو حق لري . د عربانو دا خبره سمه ده چې د خپلوانو ظلم تر پردوسخت او ځورونکی وي . د بې ننګۍ خبره خو دا ده چې په اسلامي هيوادونو کې داسلام پر دعوتګرو باندې کړۍ دومره تنګه شوې ده چې دوی د جبراواستبداد له کبله اړشوی دي چې خپل هيوادونه پريږدي اوهغه هيوادونو ته پناه يوسي چې د دوی په دين ندي . اولدې نه هم لويه بې ننګۍ دا ده چې په هغه هيوادونو کي جوماتونه دومره آزادي لري چې په ځينو اسلامي هيوادونو کښي يې نه لري .
پدې وروستيو ورځو کښي په تونس کې د يوه جومات خطيب پدې د خپل کار نه ګوښه شو چې هغه فولادي ديوال يې غندلی ؤ چې مصرغواړي دغزې په سرحد کې جوړ کړي . او په اسلامي نړۍ کې د ډيرو نورو خطيبانو رزق د ورته لامل له کبله قطع شوی دی . او يا د نورو لاملونو له کبله ، لکه د هيواد د رسمي سياست اړوند د امام سرغړونه . حال دا چې په لويديځ کې د جوماتونو خطيبان - سره لدې چې فعاليت يې تر څارنې لاندې نيول شوي ، په ځانګړی توګه وروسته د ستمبريولسمې له هغه شرمونکې پيښې څخه ـ د خپل ديني او وجداني ضمير نه د تعبير کولو په هکله ديره آزادي لري .
او دا ټولو ته مالومه ده چې په تونس کې تر فرانسې وړاندي پر حجاب باندې بنديز لګول شوی دی ، او سربيره پدې په تونس کې پرحجاب باندې پابندي د فرانسې په پرتله په کلکه پلي کيږي ، که په فرانسه کې يوازي په مکتبونو کې پرحجاب بنديز دی خو په تونس کې په ټولو دولتي ادارو کې په کلکه تطبيقيږي ، بلکه د سړک پر سر د مستورې ميرمنې له سرنه حجاب څيريږي . چې دا د دين او شخصي آزادۍ اړوند بربنډ ګواښ دی .
لدې کبله ډيرهغه هيوادونه چې اسلام ته منسوب دې پر اسلام باندې دروند بار ګرځيدلي دي ، ځکه چې دا هيوادونه نه يوازي دا چې د اسلام د احکامو مخنيوي کوي بلکه د اسلام سره دښمني پالي ، پر دعوتګرو باندې کړۍ تنګوي اود دوئ دبدنامۍ هڅه کوي ، په سختدريځۍ اوترهګرۍ باندې يې متهموي ، د دوی په ځورولو کې دنړيوالو اسخبارتي شبکو سره مرسته کوي ، او برسيره پدې داسلام داسې ناوړه تصور وړاندې کوي چې د اسلام سره هيڅ راز تړاو نلري ، او دا تيری يوازي په حجاب تيری ندی که چيرې تردې حده محصور پاتي وي نوحل به يې آسانه ؤ ، خو دا حمله د انسان پر ټولو لويو حقوقو لکه د خپل ځان اومال او د کورني د غړو لپاره د امن ،عدل تامينولو باندې تر سره کيږي . لکه څنګه چې دا هجوم د دولت په چارو کې د عامو وګړو د برخه اخيستنې په حق باندې هجوم دی . پدې کې شک نشته چې په لويديځ کې تطبيق شوي نظامونه سره لدې چې ناوړه اړخونه پکښي شته دي خو په داخلي سطحه د خپلو اتباعو سره په تعامل کې د اسلام روحيې ته اود هغه د ټولنيز نظام مقاصدو ته لکه عدل ، شوری ، انساني کرامت ته احترام ، تر ټولو هغو نظامونو ډير نيږدئ دي چې اسلام ته منسوب دي .
لدې کبله د انساني حقوقو نړيوالې موسسې دغه هيوادونه چې اسلام ته منسوب دي تعقيبوي اواړوند يې پرلپسې راپورونه خپروي ، اوانساني حقوقو باندې په تيري اوپه انتخاباتو کې تزويراو د تعذيب په اعتياد باندې نيوکه کوي . د مثال په توګه د امنستي موسسې راپور د تونس اړوند چې د نورو هيوادونو هم دا حال دي ، پدې ټينګار کوي چې پدغه هيوادونو کې د بنديانوپه تعذيب کې د حکومت لوړ پورې مسولينو لاس لري . د دې تر څنګ آزادۍ سلبيږي او عامه ثروتونه غارتيږي ..او د عامو وګرو حقوق تر پښو لاندې کيږي .. يقينا لوي او سپيڅلی اسلام ، اسلام ته د منسوبو هيوادونو له تصرفاتو نه کړيږي . دلته د لوي مفکر او استاذ مالک بن نبي رحمه الله عليه خبره راپه زړه شوه چې د مسلمانانو د حالت په هکله وايي : " کله مې چې د مسلمانانو د مرضونو اړوند غور وکړ، او ومې ليدل چې څرنګه د دوی ټول ژوند داسلام سره مخالف دی ، او داسلام د پلټونکي په وړاندې خنډ کيږي ،او د اسلام پلټونکي د مسلمانانو په ټولنه کې قران ته درسيدو لاره ورکوي ، څويې له پاکو او ځلانده چينو څخه سرشار شي ... نو هيله من شوم چې کاش د ما په شمول مسلمانان په نړۍ کې نه وی ، ترڅو هغه پلټونکي اسلام ته د رسيدو سمه لاره موندلي وي ..." دا ديوه قهرجن او غيرتمن مسلمان خبره ده .
سره لدې چې د اسلام اړوند د ځينو غربيانو دا نظردی ، چې دا په بې پرواه توګه د ښځو او اطفالو او هغو خلکو د وژنې دين دې چې اصلا د مسلمانانو سره په جګړې کې برخه نه اخلي ... او سره لدې چې په ريښتيا هم ځيني احمق مسلمانان پيدا کيږي چې داسي ناوړه اعمال ترسره کوي چې نه يې دين نه يې عقل او نه يې هم خلک مني ، سره لدې هم اسلامي امت د نورو ملتونو په پرتله د ښيګڼې امت دي ، دالله تعالی نه ويريږي او دالله تعالی په لاره کې شهادت ته تيار وي ، او په دوی کې زړه سوی او کورنۍ يوالی او ورولي وي ، انساني کرامت ته پدې اساس احترام کوي چې الله تعالی انسان ته کرامت ورپه برخه کړی دی، که څه هم له ځينو يې لاره ورکه شوې ده .
سره لدې چې لويديځ له مادي لحاظه پرمختګ کړي او مسلمانان وروسته پاتي دي ، همدا له عنصريت څخه پاکه انساني روحيه د لويديځوالو توجه اسلام ته را اړوي او اسلام ته يې راجذبوي ، پدې هکله د قطر د فنار مؤسسې چې غير مسلمين اسلام ته رابولي په يوه څيړنه کې چې د زروهغو لويديځوالو په هکله يې تر سره کړې چې په اسلام مشرف شوي دي په ډاګه کوي چې د دوی د ګڼ شمير توجه اسلام ته او له اسلام سره مينه د هغه مسلمانانو سره د ژوند کولو له امله پيدا شوې ده ، چې ځيني خو يې بي سواده او دمحدود ثقافت خاوندان دي خو پدوی کې انساني رواداري شته ، هغه رواداري چې تر ډيره حده په لويديځې ټولنو کې نه محسوسيږي . د سياسي علومو معاصر فيلسوف جون کين دا غربي ټولنې وحشتناکه ټولنې ګڼي ، نه متمدنې ټولنې .
څوکاله وړاندې د نوي تمدن په مرکز پاريس کې په زرهاو سپين ږيرو چې د هوا د ګرمۍ له امله له خپلو کورونو څخه نشوي وتلی ، خپل ژوند پداسي حال کې له لاسه ورکړ چې له هر راز انساني توجه او (صله الرحم ) د خپلوانو له زړه سوي نه محروم وو .
په اسلامي ټولنو کې سره لدې چې په خلکوکې يې ښه والی شته ، خوهلته په بنيادي توګه ستونزه په قيادت او مشرتابه کې وي ، دوي پرخلکو ظلمونه کوي اولويديځ يې ملاتړکوي . اوس پدې لړکې د لويديځ خباثت پدې کې دی چې په خپلو هيوادونو کې د ديموکراسۍ ساتنه کوي ، او زموږ په امت کې د سرسخته او وروسته پاتي ديکتاتورو نظامونونو تر څنګ دريږي او ورسره مرسته کوي ، او دموږ د امت د پرمختګ او خپلواکۍ د هرې هڅې په وړاندي دريږي يا يې د يرغل او اشغال په ذريعه ، يا ځيني په ځيني نورو باندې د تسلط په ذريعه ، يا حکام پر ولسونو باندې د مسلط کولوپه ذريعه ، او يا هم مذهبي او نژادي اختلافاتو ته د لمن وهلو په وسيله لکه چې په عراق کې وشول يې مخنيوی کوي .
نولدې ځايه لويديځ د اسلامي هيوادونو د حاکمانو په پرتله ډير ملامت دي ، که د لويديځ ملاتړ له دوی سره نه وای نو دوی د خپل ناوړه مصلحت لپاره خپل ظلم ته ادامه نه شوی ورکولای ، که د لويديځ مرسته د الجزاير د پوځ سره نه وای چې دانتخاباتوصندقونه اود جزاير د ملت اراده يې تر پښو لاندې کړه او وينې يې وبيولی اوهمدا راز په تونس کې هم د انتخاباتو پايله تزويرشوه .. بلکه په خليج کې يي د ډير وروسته پاتي هيوادونو سره مرسته وکړه ، که د دلويديځ دا بې سرحده مرسته د دغو ديکتاتورانو سره نوی نو دوی هيڅ کله نه شوی کولی چې د خلکو د ژوند ، مال او ناموس سره خپل فساد ته ادامه ورکړي .
لويديځ د خپل دوه مخيزه سياست له کبله ملامت دی ، پداسې حال کې چې په خپلو هيوادونو کې او په ختيځه اوروپا کې د ديموکراسۍ او د انسان د حقوقو نه سا تنه کوي زموږ په هيوادونو کې د مستبدو، فاسدو او ديکتاتورو نظامونو تر څنګ دريږي او ملاتړ يې کوي . او فلسطين له هغو ديرو مثالونو څخه يو مثال دی چې د دوی له وحشت نه په چيغو دی ، پوره ولس شړل کيږي او پر ځاي يي يهود ځاي پر ځاي کيږي او د وحشت لپاره يي کامله مرسته او حمايت وړاندې کيږي ، که نه نو د حماس د هغه حکومت سره مقاطعه له ظلم نه پرته بل څه مطلب لري چې په ديموکراتيکه توګه انتخاب شوی دی ، او دغزې په خلکو کلابندي او په کراره توګه يې وژنه له ظلم نه پرته بل څه مطلب درلودلی شي ؟
زموږ ظالم حاکمان د زقوم د ونې د څانګې په څير دي ( د لويديځ د ظلم ونه ) فيلسوف ګارودي ريښتيا ويلي دي چي په خپل کتاب "اصوليات " کې يې پدې ټينګار کړی دی چې په نړۍ کې هره تندروي او سختدريځي د لويديځ د تندروۍ اوسختدريځۍ يوه څانګه ده : داقتصادي سختدريځۍ ( نړيوال بانک ، لويو نړيوالو اقتصادي شرکتونه اوقرضونه..) له لارې د ولسونو ثروتونه شوکوي ، او که لدې لارې برئ ترلاسه نشو نو بيا بنديزونه او تحريمونه پلی کوي ، چې په مقاطعه باندې پيليږي او ورپسي محاصره او تر شا يې هغه حربي ځواکونه خپله دنده تر سره کوي چې نړولو او له منځه وړلو ته آماده وي ، د امنيت د مجلس په موافقه چې دوی پکښي اثر او رسوخ لري - اوحتی د هغه له مرستې پرته - په خپلواکو هيوادونو يرغل کوي ، او دبري د ترلاسه کولولپاره له هيڅ ناروا کار نه صرفه نه کوي .
البته دا به له انصافه لری وي چې ټول لويديځ هيوادونه په يوه تله وتلل شي . په پورتنيو خبرو کې زموږ منظور هغه استعماري قوتونه دې چې ترخپل استعمار لاندې هيوادونه لوټوي که څه هم دغارتګرۍ پيل يې د خپلو ولسونو نه کړی دی خو له څه توپير سره ، هغه داسې چې خپل ولسونه لوټوي خو ، مګر په سليقه ... او زموږ منظورهغه استعماري قوتونه دي چې زموږ په هيوادونو کې د سرسخته او وحشي ديکتاتوريو ملاتړ کوي .
په لويديځ کې داسي خپلواکپاله قوتونه هم شته دي چې زموږ سره د ظلم په ضد مبارزه کې ملګری دي که هغه ظلم له لري نه راغلی وي او که له نيږدي نه . د نړيوالو نه د هغو زرهاو خپلواکو خلکو دريځ څرنګه هير شي ، چې د لويديځ دحاکمو سياستمدارانو په وړاندې يې چې پرعراق باندې يې دظلم او بهتان په پايله کې ناروا جګړه په لاره واچوله خپل غږ پورته کړ. او د لوديځ د هغه حاکمانو په ضد يې غږ پورته کړچې د صهونستي ډلګۍ او د تيلو او اسلحې د شرکتونو د ګټې لپاره يې ټول قانونه او خلکو تر پښو لاندې کړل نو لدې کبله ضروري نده چې په نړۍ کې روان کشمکش يوازې د عقيدې په بنياد د کفر او اسلام تر منځ وي . هغه کسان چې په اسلامي هيوادونو باندې د ظلم او استبداد په اساس حکمروايي کوي او هغه سياسي او مالي او فرهنګي شخصيتونه او داسي نور خلک چې لدوی سره ملګري دي د امت يوه فاسده برخه دي ، پرخپل ځان او پراسلام ظلم کوي . خو اسلام ته د دوی انتساب موږ ته دا مشروعيت نه راکوي چې د دوی د ظلم په هکله چپ پاتې شوو ، بلکه دا واجبه ده چې په هره ممکنه وسيله د دوی دظلم مخنيوی وکړو . دوی يقينا د ظالمانو په ټولي کې دي او موږ د دوی پر ضد يو ، نه د دوی سره ، او د ظلم په وړاندې مقاومت کونکي چې له هر ملت څخه وي زموږ په ټولي کې دي ، لکه هغه مبارزه کونکي چې د انساني حقونو د برلاسي لپاره مبارزه کوي او د آزادۍ او عدالت او ديموکراسۍ نه د دفاع لپاره يې زموږ په هيوادونو او دنړۍ په هر ګوټ کې بيرغ پور ته کړی دی .
کله چې د اسرايلو د بهرنيو چارو وزيره (جنګي مجرمې ليفني) د انګلستان حکومت تر ملاتړ لاندې هغه هيواد ته ولاړه او د انګلستان د بشري حقونو مبارزه کونکي د هغه پر ضد لاريون تر سره کړ او نيږدي وه چې زنداني يې کړي ... نوسره لدې چې هغه لاريون کونکي مسلمانان هم ندي ، آيا دوی موږ ته ترهغو سياسي نخبګانو چې په اسلامي هيوادونو کې حاکم او اسلام ته منسوب دې ، نيږدې ندي ، چې له شرمه پرته همدغه جنګي مجرمه يي دقاهرې د جمهوري رياست په ماڼې کې د يوې اتلې په څير استقبال کړه او له هماغه قاهرې نه يې پرغزه باندې د بريد ګواښ وکړ، چې د هماغه بريد په پايله کې د غزې د اطفالو او پاکو خلکو وينې وبهيدلې ؟
آيا نلسون منډيلا او هوګو شافيزچې زموږ له ملت نه ندي له بل ملت څخه دي او د دوی په څير د نړۍ نور خپلواک خلک چې په مليونونو د غزې او عراق د جګړې پر ضد راووتل زموږ په ټولي کې ندي او موږ ته تر هغو نظامونو چې خپله هوا ،ځمکه ، او خپلې خزانې يې د يرغلګرو پر مخ خلاصې کړې ، او امريکايي او صهيوني زړه ته د نيږدې کيدلو لپاره يي يوه لحظه هم د غزې د محاصرې او د مقاومت د ځپلو نه لاس ندی اخيستی ، نيږدې ندي ؟
پدې کې شک نشته چې په لويديځ کې د اسلام اړوند ژوره دښمني شته ده ، خو په نړۍ کې روان کشمکش دير ډولونه او اړخونه لري او يوازي د عقيدې پر بنسټ ندي ولاړ ، د حق او باطل ، عدل او ظلم ، خير او شر د ارزښتونو د توپير او ټاکلو لپاره دکشمکشونو لړۍ روانه ده ، او د مادي مصلحتونو کشمکشونه هم د څو محدودو کسانو تر منځ روان دي چې په حربي نړونکي وسايلو او په نړيوالو لويو رسنيو او د تصميم ګيرۍ په مهمو مرکزونو باندې حاکم دي ، او دخپلو مصلحتونو لپاره کله نا کله دعقيدوي اړخ څخه هم استفاده کوي .
که اسلام د دوی د غارت او چور او چپاول او په ولسونو باندې د تسلط په وړاندې ونه دريږي نو بيا اسلام د دوی په اند ښه پرمختللی او متمدن دی ، او که د دوی سره يې مرسته وکړه او د دوی دپلانونو مطابق ېي د دوی په رکاب کې پښه کيښوده نو بيا دير ښه دی . بلکه دوی ورته اړ دي ، که ازهر او په سل هاو د جوماتونو خطيبان چې د ازهر فتواګانې ګردانوي د دوی په تصرف کې نه وای بل چا کولې شو چې تر غزه د فولادي ديوال راتاوول تبرير کړي .
يوازې داچې لويديځ پدې ملامت کړو او مسؤليت ېي پر غاړه واچوو چې عربي نړۍ يې د ديموکراسۍ له هغه بادونو نه چې په نړۍ کې لګيږي ، مستثنا کړي ده - سره لدې چې هغه پکښي لاس لري – او ترهغه پورې چې دلويديځ قوتونه د امريکا په مشرۍ په خپلو مصلحتونو پسي ليواله وي او د هغو ديکتاتورو نظامونو ملاتړ کوي ، او دلويديځ سياستونه په سيمه کې اسرائيل برمته کړي وي ، دا موجوده حالت نشو بدلولی .
زموږ د هيوادونو ديکتاتورقيادتونو هغه مهال لويديځوالو ته خپل اهميت او اعتبار له لاسه ورکړ، کله چې د جورج بوش د حکم په لومړۍ مرحله کې د تروريزم د ودې اړوند چې امريکا يې وويشته د اتهام ګوته د دوی لوري ته پورته شوه ، چې د دوی د کرغيړن سياست له کبله د تروريزم وبا پراخه شوه ، نو چاره نشته پرته لدې چې د ديموکراسۍ بدلون لپاره دروازې او کړکۍ خلاصې شي ، له دې ځايه پدې دولتونو کې د ويرې او دار حالت رامنځ ته شو ، خو کله چې دا دې آزادۍ او ديموکراسۍ سياست په مصر او فلسطين کې امتحان شو او اسلامپالو پوره برئ تر لاسه کړ نودا استعماري قوتونه بيرته پښيمانه شول ، او د ديمکراسۍ غوښتنه يې د يهودانو د فشار په پايله کې چې په سيمه کې دهرديموکراتيک تحول سرسخته دښمنان دي ، د بوش د دوهمې مرحلې او آن دا چې د اوباما تر دوران پوري وځنډوله ، او موجود نظامونه بيرته مطمين شول . مګر د اسرائيلو په سيمه کې د ديموکراسۍ په لاره کې خنډ اچونه د اوباما د راتګ سره لږ څه ولړزيده ، ځکه چې ډيرو امريکايي مسولينو دا په ډاګه کړه چې د فلسطنيانو په وړاندې د اسرائيليانو خپٰل سري اوجبر په سيمه کې د امريکا دمصلحتونو لپاره په ضرر دي ، بلکه دا په افغانستان او عراق کې د دوی د ميشتو ځواکونو لپاره ګواښ ګڼل کيږي ، اودهغومعتدلواتلافي هيوادونو دغولولو لپاره ستونزې راپيدا کوي کوم چې له امريکا سره ملګری دی ، او امريکا هڅه کوي هغه پر ايران باندې د يو ډول جنګ لپاره د ګډون په هکله تيار کړي .
د امريکې ، اسرايلواو د سيمې ګوداګې هيوادونو په منځ کې کړکيچ مخ په زياتيدو دی او ورسره اقتصادي بحران هم چې د لا نور ستونزمن حالت لوري ته روان دي . دغه کړکيچ او نړيوال اقتصادي بحران کولي شي بدلون غوښتونکي قوتونو ته او په سيمه او نړۍ کې مستضعفو او مظلومو وګړو ته ښه فرصتونه وراندې کړې ، که چيرې دوی وکولاي شي لدې فرصتونو نه ګټه پورته کړي ،او د دې موخې لپاره سره يو ځاي شي صفونه سره متحد کړي او د ديموکراسۍ د مطلب اړوند يې خبره سره يوه شي .که ولس د بدلون غوښتنکي مشرتابه تر شا روان شي او دبدلون غوښتنو شعار يې پورته کړ، نو دامريکا به ونتوانيږي چې خپل ټانګونه د دکتاتورانو د حمايت لپاره سړکونو ته وباسي . ځکه چې امريکا په خپله د دومره ستونزې سره لاس ګريوان ده چې نورې ستونزې نه شي زغملی . اوګمان دا دی چې را روانې ستونزې به يې ډيرې لويې وي .
دغه نړيواله کشاله دير اړخونه او بڼې لري چې يو يې د مومنانو او کافرانو تر منځ عقيدوي کشمکش دي . دا پدې مانا چې ايمان چې د عدل او انصاف پلوی دی د کفر او ظلم او کله هم يوازي د ظلم په وړاندې دريږي ، ( ظلم کله کله دغير کفارو له لوري هم تر سره کيږي ) . مؤمن د حق او عدل پلوي دی که هغه عدل هرچيرې وي . څرنګه چې الله تعالی فرمايلي دي " يا أيها الذين آمنوا كونوا قوامين لله شهداء بالقسط ولا يجرمنكم شنآن قوم على ألا تعدلوا اعدلوا هو أقرب للتقوى "( اې هغه خلکو چې ايمان مو راوړی الله تعالی سره ريښتيني اوسي ، د حق په شهادت ولاړ اوسي ، اودکومې ډلې کرکه مو اړ نه کړي چې لدوی سره له عدل نه کار وانخلئ ،عدل پلي کړئ ځکه چې عدل پرهيزګارۍ ته لنډ دی ) (المائدة 8) د دې لپاره چې دا کشمکش څو اړخيزه کشمکش دی ، نو د ايمان د ارزښت او دعدل د ارزښتونو تر منځ د تکامل لپاره پرلپسې زيار ته اړتيا ده ، اوهمدا دايمان اصل او بنسټ دی چې له خپلو مهمو ارزښتونو نه تش نه وي .
په هر حال ، عدل او حق د اتفاق اواختلاف يا د يوځاي کيدل او بيليدلو معيار دي . ظالمان هميش د دښمن په ټولي کې وي ، او مظلومين او بې وسه خلک زموږ ملګري وي ، او د دوی ملاتړد موږ د عوت لوړ مقصد اود رسالت پيل دی . د دعوت چيښتن رسول الله صلی عليه وسلم د مسکينانو په حال دير ځوريده او غمجن کيده ، او ځان يې د دوی د نصرت لپاره په دوی پوري تړلي ګاڼه . اٰلله تعالی فرمايي : "ونريد أن نمنّ على الذين استضعفوا في الأرض ونجعلهم أئمة ونجعلهم الوارثين" (اوموږ غواړو چې د مځکې پرځوريدليو خلکومنت وکړو، او دوی پيشوايان وګرځو او دوی وارثان وګرځو ) (القصص 5).
د‌بي وزلو او مظلومانو شيخ عمار بن ياسر د دعوت د پيل او لومړيو ورځو له انځورونو څخه يو انځور داسي روايت کوي : "رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم وما معه إلا خمسة أعبد وامرأتان وأبو بكر" صحيح البخاري . ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم مې په داسې حال کې هم ليدلی ؤ چې له پنځه غلامانو او دوه ښځو او ابوبکر رضي الله عنه نه ، پرته بل څوک ورسره نه وو .
په جزيره نټ کې د راشد الغنوشي ليکنه .
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني .