د روهي ويب پاڼې ادارې برياوې او ستونزې

د روهي ويب پاڼې قدرمنو همکارانو او مينه والو !
له دوو ورځو راهيسې موږ په انټرنېټ کې د دې جوګه نه وو ، چې تاسو ته د لوستلو لپاره مطالب وړاندې کړو ، چې له امله يې هيله ده زموږ معذرت ومنئ .
د يادولو وړ ده ، چې د روهي ويب پاڼې لوستونکي او همکاران ورځ په ورځ زياتيږي او تر اوسه دغه پاڼه څو ميليونو ځله کتل شوې ده . بايد ووايو ، چې د مينه والو تر څنګ د دې پاڼې دښمنان هم کم نه دي ، چې دا هم موږ ته د يوې طبعيي پديدې په توګه د منلو وړ ده .
د پاملرنې وړ ده ، چې د روهي ويب پاڼه ډېره زياته د هکرونو تر بريدونو ﻻندې ده او په دې کې شک نشته ، چې د دې بريدونو تر شا دې د ځينو هېوادنو څارګرې ادارې هم وي .
موږ تاسې به په ګډه هڅې وکړو ، چې نيمګړتياوې له منځه يوسو او په دې ﻻره کې ستاسو نيوکو او وړانديزونو ته سترګې په ﻻره يوو .
مننه
د روهي ويب پاڼې اداره