د ټاکنو د دویم  پړاو په اړه د افغان ملت ملي مترقي ګوند اعلامیه

د روان لمریز کال د غبرګولي ( جوزا) په ۲۴ مه افغان میړني ولس د ټاکنو په دویم پړاو کې په  پوره سیاسي جرأت ، لیوالتیا، او د وطنپالنې په عالي احساس ګډون وکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مالو ماتو  پر اساس د اول پړاو نه په دویم پړاو کې د ګډون فیصدي  زیاته  وه  .
د دیپلوم انجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند په موفقانه توګه د دویم پړاو ټاکنو تر سره کیدل د ټول افغان ملت لپاره ستره بریا بولي او د دویم  پړاو دواړو نوماندانو هر یو محترم ډاکټر عبدالله عبدالله او محترم ډاکټراشرف غني احمدزي  ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي چې  په هیواد کې یې د ولسواکۍ دغه ملي پروسه په خپلو انتخاباتي مبارزو ګرمه وساتله . د ټولو امنیتي او لوجیستیکي ننګونو باوجود دواړو محترمو نوماندانو ټول افغان ولس مخاطب کړ  تر څو د راتلو نکي زعامت لپاره په دوی اعتماد وکړي .
د جوزا ۲۴ مه د افغانستان د حماسي تاریخ یو ه ډیره مهمه ورځ وه . ملیونونه  افغانان  ( د میرمنو په شمول) په پوره میړانه راووتل او د خپلې خوښې نوماند ته یې رایه ورکړه .   دواړه  محترم نوماندان باید خپل تاریخي رسالت سر ته ورسوي  . د هیواد قانون او د ولس رايې ته احترام اوکړي  اود انتخاباتومستقل کمیسیون  او د  شکایاتو کمیسیون پریږدي چې د پایلو د تنظیم اړونده چارې پر مخ بوځي  تر څو په مشروع ، عادلانه او جمهوري توګه د قدرت انتقال صورت ومومي . پدې نږدیو کې د محترم ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا د انتخاباتو د کمیسیون سره بایکاټ   د تاسف وړ او جمهوریت په تاوان بولو . هیله ده چې محترم ډاکټر عبدالله عبدالله به  د احساساتو پر ځای د سیاسي بصیرت  مظاهره وکړي او د دولت دواړو قانوني نهادونو د انتخاباتو او شکایاتو کمیسیونونو نه باندې اعتماد اوکړي چې د ټاکنو په اړه د هر راز ستونزو او سرغړونو پلټنه وکړي  .
د دویم پړاو ټاکنې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په شمول ګڼ شمیر نړیوالو نهادونو او همدا راز د متحده ایالاتو او انګلستان  لخوا موفقې بلل شوي  او غوښتنه شوې چې د انتخاباتو او شکایاتو کمیسیون سره دې  د قانون په چوکاټ کې  همکاري وشي . 
افغان ملت ملي مترقي ګوند پدې باور دی چې افغان میړني ولس په شفافه ، عادلانه او جمهوري توګه د خپل راتلونکي زعیم په ټاکلو کې  اساسي قدم پورته کړی او هیله ده چې د دولت  قانوني مرجع یعني د انتخاباتو او شکایاتو کمیسیونونه به د قانوني مرحلو په طی کولو  د ټاکل شوي  زماني جدول پر اساس پایلې اعلان کړي . موږ پدې عقیده یو چې ولسمشریزي  ټاکنې به بایلونکی ونلري او د افغانستان غیرتي او با شهامته ملت  به د دې ټاکنو اصلي ګټونکی وي  .  و من الله التوفیق
ژوندی دې وي افغان ملت
تل دې وي زموږ ملي وحدت