ارواښاد مېرزاعلم حميدي اوپښتو ژباړه

ارواښاد مېرزا علم حميدي هغه فرهنګي شخصيت و ، چې هېواد او پښتو ژبې ته دخدمت په لارکې دخپل کلک هوډاو نه ستړي کېدونکو هلوځلو له برکته دپښتني فرهنګ يوه تلياده څېره وګرځېده . حميدي صاحب دژوند په وروستيو څوکلو کې خپلې علمي اوادبي هلې ځلې ډېرې ګړندۍ کړي وې اوديوې کلتوري او نشراتي موسسې په اندازه چارې يې په يوازې ځان ترسره کولې ، هم به يې ليکل ، هم به يې په کمپيوټر کې کمپوز کول ، پخپل لګښت به يې چاپول اوبيا به يې پخپله توزېع کول هم ،ګواکې دی پوهېده چې مهلت لنډ دی اوکارونه ډېرزيات .
حميدي صاحب چې ټول يې پنځلس اثره په پشتو کې دچاپ تر پړاوه هست کړي ، په دغو آثارو کې کابو نه عنوانه يې ژباړې دي . زما په اند دوی دقيقاَ دژباړې په ارزښت پوهېدل اوژباړه يې ديوې ژبې دغنا اوولس ته دعلمي خدمت لپاره اغېزمنه لار ګڼله . دوی پدې اند نه و ، چې يادې حتماَ پخپل نامه څه تأليف کړي اويادې لاس تر زنې کښېني . دوی ژباړې ته دمدنيتونو دپيوستون او نږدېوالي دوسيلې په سترګه کتل اوهغې ته په ځانګړي اهميت قايل و . دژوبڼ په سريزه کې دمدنيتونو دپيوستون پر اړتياداسې ليکي : « زموږدسترې نړۍ انساني ټولنې په سياسي کرښو باندې سره بېلې شوې دي ، خوانساني مفکورې اوبشردوستي هېڅکله سرحدي پولې نه پېژني ، داځکه چې دانسانيت او سړيتوب نړۍ يوه ده ، نړۍ دژبو په سرحدونو باندې نه شي بېلېدلی . ځکه انسانان ديوه او بل سره اقتصادي ، اجتماعي ، علمي او فرهنګي ،يوله بل څخه دنوښتونو دزده کړې ، ګډې غوښتنې اوورته خويونه لري چې داټول فکټورونه زموږنړيوال اړيکي سره نښلوي .»
بايدووايم ، چې په موږکې له بده مرغه ژباړې ته ډېرارزښت نه ورکول کيږي او حتی يوډول علمي کسرشان ګنل کيږي ، حال داچې ژباړه دپښتو ژبې دغنا او دهېواد دعلمي ودې لپاره حياتي ارزښت لري . که څه هم په وروستيو درې لسيزو کې په ميليونونوافغانان دهېواد پرېښودو ته اړ شوي او ډېرو افغانانو دکوربه هېوادونو ژبې او ورسره نورې مهمې نړيوالې ژبې زده کړي ، خو پښتو ژبې ته دژباړې په بهير کې چندان بدلون او زياتوب نه ليدل کيږي اواوس هم زموږ کابو 90 په سلو کې آثار ادبي ، تاريخي او سياسي تأليفات دي .
که دنړۍ تاريخ ته وګورو مهاجرتونواو ژباړو نه يوازې دژبو په وده کې ډېر مهم رول لوبولی ، بلکې دلويو مدنيتونو په زېږون کې يې هم لوی لاس لرلی دی . دبېلګې په توګه ، کله چې داسلام په صدر کې اسلامي لښکرې دعربستان له پولو څخه بهر ووتې او ديونان ، روم او فارس له مدنيتونو سره آشنا شوې ، ديوناني علمي او فلسفي آثارو پراخه ژباړه پيل شوه او دهمدغو آثارو تر اغېز لاندې دعباسيانو دخلافت په طلايي دوره کې ، چې پنځه پېړۍ يې دوام درلود،دعلم او فلسفې ډېرلوی مرکزونه رامنځته شول ،دمدنيت ميراث اوخلافت اسلامي نړۍ ته انتقال شو او دعباسيانو خلافت دنړيوال تمدن علمبردار وګرځېد . بايد ووايم ، داسلام روح چې کې کوم ارزښت علم ته ورکوي او دهمدغې روحيې پر بنسټ دعباسيانو مينه له علم او فلسفې سره دعباسي مدنيت اساسي بنسټ و ، خوله ګاونډيو مدنيتونو سره آشنايي اودژباړوله لارو ددوی دعلمي تجربو انتقال هم داسلامي مدنيت په وده کې لويه ونډه درلوده.
ددې بالعکس ، چين چې ديوه ډېرزاړه او لوی تمدن زانګو ده ، د19 پېړۍ تر استعمار دمخه يې له نړيوالو مدنيتونو سره کمزورې اړيکي درلودې ، دژباړې لمن يې هم ډېره لنډه وه او ځکه خو يې دنورو له تجربو څخه ډېره لږه ګټه اخېستې . همدادليل دی چې تر استعمار دمخه په زرګونو کلوکې دچين مدنيت او حتی ليکدود لږ بدلون موندلی او په همدې توګه نورې نړۍ هم دچين له تجربو څخه لږه ګټه اخېستې ده . ځيني جوړونې او مو ندنې چې لومړی ځل دچينيانو په لاس ترسره شوي وې، پرته له دې چې نوره نړۍ ترې خبره شي ، دوهم ځل بيا ترسره شوې ، چې دچاپ اختراع او دامريکې دلويې وچې موندل يې دبېلګې په توګه يادولی شو .
زما موخه داده ، چې که په يوه هېواد کې هرڅومره دمدنيت دودې امکانات او ظرفيت ډېر وي ، خو که چېرې دبهرنۍ نړ ۍ پرمخ يې دروازې تړلې وي او له نړيوالو تجربو ګټه وانخلي ، څومره چې ښايي هسې وده به ونه کړي .
اروپا تر څوارلسمې پېړۍ پورې کابو زرکاله په يوه تړلې نړۍ کې ايسار پاتې وه او دکليسا ترواکمنۍ لاندې ړانده مذهبي تعصب او ارسطويي دوګمونو له نورې نړۍ جلا ساتلې وه . زر کاله کوم اساسي بدلون او پرمختګ تر سترګو نه شو ، خوکله چې په دولسمه او ديارلسمه پېړۍ کې اروپايانو دصليبي جګړو په ترڅ کې له مسلمانو فاتحينو څخه يو شمېر سيمې ونيولې ، داندلس او قسطنطنيې مدنيتونه يې په لاس کې ولوېدل او ان تر بيت المقدسه يې پښې ورسېدې ، په دغو دوو پېړيو کې ددوی سترګې وغړېدې ، له اسلامي تمدن سره يې پراخه آشنايي پيدا کړه ، له عربي څخه لاتين او نورو اروپايي ژبو ته دآثارو ژباړه پيل شوه ،دارسطو او کليسا ګډه علمي واکمني نسکوره شوه ، دپوهنې اوفلسفې په برخه کې نوې مفکورې او نوي مېتودونه رامنځته شول او پدې توګه داروپا پرمخ دپرمختګ کنګل شوې لارې يو ځل بيا پرانيستل شوې او درنسانس دوره په غوړېدو شوه . وروسته کله چې اروپايي سمندري ځواکونو په امريکا او اسټراليا کې نوې ځمکې کشف کړې او داروپايي استعمار منګولې دنړۍ ګوټ ګوت ته ورسېدې ، يو لوی اروپايي تمدن رامنځته شو او داسلامي مدنيت ځای يې ونيوه او اسلامي نړۍ دکورني انحطاط او چنګيزي بريدونو له امله درکود او زوال په درانه خوب ويده شوه .
که له اروپا څخه خپل ګاونډي هېواد ايران ته راشو ، ويلی شم که چېرې په ايران کې دشلمې پېړۍ دژباړې غورځنګ نه وای پيل شوی او يوازې يې په خپلو زړو ادبياتوتکيه کړې وای ، نو نن به فارسي ژبې دنويو پوهنودافادې وړتيا نه درلوده . سمه ده ، چې فارسي ژبه دکلاسيکو ادبياتو ډېره غني پانګه لري ، خوداپانګه نه شي کولی دمعاصرو پوهنو غوښتنو ته په يوازې ځان ځواب ووايي .که څه هم نن دانفارمتيک انقلاب په مټ دپوهنو وده ډېره چټکه شوې او انګريزي ژبې نه يوازې فارسي ، بلکې دنړۍ ډېرې مهمې ژبې له چلنج سره مخامخ کړي ، خوبيا هم دادژباړې دغورځنګ برکت دی ، چې کولی شو دپوهنو په بېلا بېلو برخواوحتی ډېرو اختصاصي څانګو کې په فارسي ژبه دنړۍ مهم آثار ترلاسه کړو .
دپښتو په برخه کې بايد ووايم ، چې که څه هم پښتو يوه ډېره لرغونې او مستعده ژبه ده خوله بده مرغه ډېره لږه پاملرنه او کار ورته شوی دی . يو خو پښتنو له خپلواکۍ سره دژورې مينې له امله پخپلو غرنيو کلاګانو کې تل دپرديو په وړاندې سخت مقاومت او حساسيت ښودلی او دبهرنۍ نړۍ په وړاندې يې دروازې کلکې تړلې وې ، له بلې خوا کله چې پخپله يې سوبې کړي او دسيمې نورې پاچاهۍ يې لاندې کړي ، نو دسيمې دمهمو ژبو تر اغېز يې خپله ژبه هېره کړې او له ډېرو څخه لا خپل کور او مېنه هم پاتې شوي او دنيول شويو سيمو په مدنيتونو کې يې خپل هويت او ژبه له لاسه ورکړې دي . سره له دې چې پښتو ژبې کله هم دربار ته منظمه اوپرله پسې لار نده موندلې ،خو بيا هم ددې ژبې متين جوړښت او شاعرانه روح پښتو دنېستۍ له کندې ژغورلې او دا يې ښودلې ، چې له ډېرې لږې پاملرنې سره دچټکې ودې وړتيا لري . دبېلګې په توګه ،کله چې خوشال بابا اودده کورنۍ پښتو ته پام واړاوه ، نو پښتو ژبې په څولسيزو کې دپېړيو مزل ووهلو او بيا تر وروستۍ غميزې دمخه ، چې دپښتو په وړاندې درسمياتو سمبوليک ور پرانيستل شو په ډېرو لږو امکاناتو دودې دومره پړاوونه ووهل چې سړي ته هېڅکله دپښتو ژبې دپايښت په اړه دناهېلۍ اجازه نه ورکوي . خو داهم بايد ووايم، چې له بده مرغه پښتوسره له خپل ټول استعداده لا هم ډېره فقيره او دخوشال باباپه قول لاهم بکره پرته ده . سمه ده چې پښتو ژبه دشعر په برخه کې دنړۍ له ډېرو ژبو سره سيالي کولی شي، خو په علمي برخه او حتی دادبياتو په ډېرو ژانرونو کې ډېره وروسته پاتې ده .
بد مرغي دداده ، چې همدااوس هم دپښتو دودې په لار کې داسې کوم حرکت نه ليدل کيږي چې دسړي سترګې پرې خوږې شي . زه چې دانفارمتيک انقلاب چلنجونو او بيا دپښتو ژبې دودې يون ته ګورم نو زړه مې ودرزېږي ، چې خدای مه کړه يوه ورځ به دمعاصرو پوهنو او پښتو ژبې تر منځ واټن دومره لوی شي ، چې موږ به اړ يو پښتو يوازې دادبياتو او هنر غيږې ته وسپارو او دمعاصره پوهنو لپاره څه بله چاره ولټوو. همدااوس که وګورو دطبيعي او ټولنيزو پوهنو په برخه کې قاموسونه پرځای پرېږده ، په پښتو ژبه دډېرو څانګو عموميات اواساسات او حتی دځينو څانګو نومونه هم نه لرو . په زرهاوو داسې علمي لغتونه او اصطلاحګانې شته ، چې پښتو يې معادل نه لري . زما په اند که موږ غواړو پښتو بډايه شي او دمعاصرو پوهنو دبيان او افادې جوګه شي ، ددې تر څنګ چې دافغانستان حکومت بايد په تعليمي او تحصيلي برخو کې ژور رېفورم او دبېلابېلو پوهنو او مسلکونو دمتوازنې او چټکې ودې لپاره هر اړخيز پلان او پروګرام پلی کړي ، دپښتو ژبې دودې او غنا لپاره بايد دژباړې يو لوی غورځنګ هم پيل شي .
زما په اند اوس ددې وخت رارسېدلی ، چې دافغانستان دننه او بهر يوشمېر کلتوري ټولنې او موسسې دخپل منځي تفاهم پر بنسټ د ژباړې يو هر اړخيز غورځنګ ته ملاوتړي ، پدې هکله يوه ګډه پاليسي غوره کړي ، دمادي او معنوي ملاتړ لپاره عامه بلنه او غوښتنه ترسره شي او پدې لړ کې له دولتي کلتوري ادارو سره ، له يوشمېر بهرنيو علمي او فرهنګي موسسو او همداراز له يوشمېر مستقلو پانګوالو سره خبرې وشي اوددوی مرستې ترلاسه شي . دژباړې په برخه کې بايد معيارونه او لومړيتوبونه په نښه شي او حتی دهغو آثارو ، چې ژباړه يې په لومړي پړاو کې ضرور ده يولست جوړ شي او په مطبوعاتو کې خپور شي .زما په اند دبېلابېلو پوهنو په برخه کې بايد له عمومياتو او اساساتو څخه پيل وشي او په همدغو برخو کې قاموسونه هم په پام کې ونيول شي ، خودقاموسونو په برخه کې دافغانستان دعلومو پر اکاډمۍ او نورو علمي موسسو ټينګار وشي چې داکاردوی ترسره کړي . په بهرنيو ژبو کې دماشومانو ادبيات او دبېلابېلو عمرونو لپاره ډېر په زړه پورې علمي ، معلوماتي او ښوونيز آثار موجوددي چې زما په فکر ژباړه به يې هم دډېرو لپاره آسانه وي .دغې برخې ته ځانګړې پاملرنه ځکه پکار ده چې که له يوې خوا دراتلونکي نسل دمعلوماتواو پوهې سويه ډېره پراخېږي ، نوله بلې خوا له کوچنيتوب څخه دمطالعې عادت روزل کيږي ، ځکه په زړه پورې کتابونه سړی په اسانۍ سره مطالعې ته هڅوي .
له ژباړونکو سره دمرستې په موخه بايد دژبني سمون او اېډېټ په برخه کې ديو بورډ په هکله فکروشي، ځکه زموږ يوشمېر هېوادوال ، چې پربهرنيو ژبو ښه پوهېږي ، پخپله ژبه کې دروانې ژباړې په اړه ستونزې لري . که ددغه بورډ په برخه کې دافغانستان دننه علمي او فرهنګي موسسې مرسته وکړي ، زما په ګومان دژباړې په برخه کې به زيات پرمختګ رامنځته شي .
هڅه دې وشي دژباړې ژبه ډېره مغلقه نه وي او يايوازې داديبانو لپاره نه وي ليکل شوي . ترکومه ځايه چې ماته معلومه ده ځيني آثار دنويو جوړو شوولغتونو ددرنښت له امله ، له لوستو څخه پاتې شوي او ډېرولږو خلکو استفاده ترې کړې . له بلې خوا موږ بايد دافغانستان دنورو ژبو ويونکي هم په پام کې ونيسو ، څو دوی هم له دغو آثارو څخه استفاده وکړای شي او دپښتو آثارو له مطالعې سره اشناشي اودابه پخپل وار دپښتو ژبې له عامېدو سره لويه مرسته وي .
دژباړې غورځنګ دلاپياوړتيا لپاره به ښه وي که دژباړې دارزښت او څرنګوالي په اړه سيمينارونه جوړشي ، دژباړې سيالۍ پيل شي او دکال غوره ژباړوته جايزې وټاکل شي .که څه هم دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې له خپل وس سره داکار کړی ، خودغه سيالۍ بايد پراخه اومنظمه بڼه پيداکړي .
دژباړې په اړه له يوڅو وړانديزونو نه چې تېر شو ، زما په فکر ارواښاد مېرزاعلم حميدي له هغو معدود شمېر ليکوالوڅخه دی ، چې په دقيقه توګه يې دژباړې ارزښت درک کړی و او پدې لار کې يې دژوند تر وروستۍ شېبې پرله پسې او منظم کار ترسره کړ . دحميدي صاحب دکار يوه مهمه ځانګړنه داده چې ، دوی دخپلو ژباړو لپاره تر زياتې اندازې عام ذوق په پام کې نيولی او داسې اثار يې انتخاب کړي چې عام لوستونکي او ډېر داسې کسان چې اصلاَ دمطالعې عادت نه لري لوستو ته رابولي اوداهغه څه دي ، چې موږ په پښتو کې ډېره اړتيا ورته لرو . دلته عام ذوق دابتذال او يا ډېرو عادي اثر په مانا نه دی ، بلکې هڅه شوې چې لوستونکي دنړۍ د مشهوروليکوالو له آثارو سره اشنا کړي . دبېلګې په توګه ژوبڼ دانګريزي ليکوال جورج اروېل هغه مشهور اثر دی ، چې دنړۍ په ډېرو زياتو ژبو ژباړل شوی واوحميدي صاحب دااثر پداسې وخت کې وژباړه اوبيايې په خپل لګښت چاپ کړ، چې په افغانستان کې لاهم دژوبڼ واکداران په واک کې وو او پدې دليل هم دژوبڼ لوستل دافغانانو لپاره ځانګړی اهميت درلود. همداراز دسړي لار ، وری څنګه لېوه شو ، بختوره پيشو ، دوه مخي کسان او چلباز دنړۍ دنامتو طنز ليکونکي عزيز نسين آثار دي چې حميدي صاحب پښتو ته راژباړلي دي . زه پخپله لومړی ځل دهمدغو ژباړو له لارې دعزيزنسين له آثارو سره اشنا شوم .
دحميدي صاحب دژباړو اوراټولونو بله ځانګړتيا داده ، چې دوی پخپل کار کې روزنيزو او لارښوونکو برخو ته زيات اهميت ورکړی دبېلګې په توګه ، دجان مورګان اثر« دبري راز » يوداسې روزنيز اثر دی ، چې سړی کولی شي دژوند په بېلابېلو برخو کې له مسلک او تجارت نه نيولې تر سياسته پورې دبرياليتوب په زړه پورې درسونه ترې زده کړي . ددې ترڅنګ دبرياليتوب لار اوژورې خبرې ، چې يو څه برخې يې ژباړې دي ، دژورومقولو، پخو وجيزو او لارښوونو په بڼه پراخ روزنيز هدف تعقيبوي . پخپله طنزونه چې دحميدي صاحب دژباړو عمده برخه جوړوي دادبياتو داسې يو ژانر دی چې ژور انتقادي او تعميري ارزښتونه پکې نغښتې دي .
په عمومي توګه بايد ووايم ، چې دحميدي صاحب ژباړه ډېره روانه ده او لوستونکی داسې نه احساسوي ، چې دبلې ژبې ژباړه لولي ، بلکې سړی فکر کوي ، چې اصلي متن لولي . ددې دليل دادی ، چې حميدي صاحب په ژباړه کې کټ مټ چوکاټونه نه ديرا اخېستي ، بلکې دمفهوم له ساتلو سره يې دروانۍ اصل ته زيات اهميت ورکړی او په همدې دليل سړی د ده دژباړو په لوستو نه ستومانه کيږي . برسېره پردې حميدي صاحب دمغلقې ژبې له کارولو څخه ډډه کړې او ليکنه يې ترزياتې اندازې دنيولوجېزم له درانه پېټي څخه ژغورل شوې . که څه هم ددوی په ليکنو کې ځای پر ځای دخوستۍ لهجې تأثيرات ليدل کيږي خو داتأثيرات دومره زيات نه دي چې ليکنه دمعياري پښتو له چوکاټ څخه وباسي او يايې پوهېدل ګران کړي .
زما په اند ارواښاد مېرزاعلم حميدي پخپلو ليکنو او ژباړو کې ټول هغه معيارونه چې يوعام لوستونکی مطالعې ته هڅوي مراعات کړي او پدې توګه يې دوه خدمته ترسره کړي ، يوداچې دپنځلس باارزښته آثارو له ليکلو ، ژباړلو او اکثرا پخپل لګښت چاپولو يې له خپل وس سره سم دپښتو ژبې دين اداکړی او بل داچې ډېر هېوادوال يې لوست اومطالعې ته هڅولي او دمطالعې دعادت په روزلو کې يې پخپل وار يو بل غوره خدمت ترسره کړی دی .
خدای دې ده ته دټولو خدمتونو اجر ورکړي او اروا دې يې تل ښاده لري .
په درناوې