ټرمپ د ګوانتانامو زندان د نه تړلو امر ورکړ

روهي (څلور نۍ/۱۱ د سلواغې)، سيپنه ماڼۍ وايي، چې د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په کيوبا کې د امريکا د پوځي زندان (ګوانتانامو) د نه تړلو امر ورکړ.

د سپينې ماڼۍ په وينا ولسمشر ټرمپ غواړې دغه زندان له هغو وسله والو کسانو ډک کړي چې د امريکا پر وړاندې جګړه کوي او د نړۍ سوله ګواښي.

سپينه مانۍ وايي، چې د امريکا او د امريکا ولس د ساتنې او دفاع په موخه په کيوبا کې د امريکا د ګوانتانامو زندان يوه قانوني کړنه ده، په دې سره مونږ کولی شو د امريکا ولس خوندي کړو.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۶ زېږديز کال کې ويلي وو، چې د ګوانتانامو زندان به ونه تړي او له هغو ترهګرو به يې ډک کړي، چې په نړۍ د انسانانو ژوند ګواښي او د امريکا پر وړاندې جګړه کوي.

تېره ورځ ولسمشر ټرمپ په خپلو څرګندونو کې، په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره هم د سولې له خبرو انکار وکړ.