د مينې کعبه

د مينې کعبه
څوک به وایی چې شل نه ئې ته شپیته یې
که هـر څه ئې ته ملهم زمـا د زړه یې

هره ورځ مې د خـوښۍ د آسمان لـمر یې
هره شپه کې مې د لارې څراغ ته یې

که په سپینه ګیره بیـــا بیا انتــخاب کـــړم
بیا له ټولو ښکلو، ښکلې راته ښـه یې

تــه د ګلو امــیـل نه یې چې شـیـتـــه شې
د سـرو زرو غاړکۍ یې تل تــازه یې

زمـــا عـشق کلـــه تـابع د زمــــانې شی
ها اول چې معشوقه مې وې هـغه یې

پــه لـیـدو د زمـا هـر ســلول رڼــــا شی
ته زما د ژوند شیبو ته لـــمرخاته یې

د هــیچــا مې بندګی قــــــبوله نــــکړه
خو زما د عشق معبود ته مې کعبه یې
کابل- افغانستان