د پښتنو فوکلوري تاریخ او تاریخی فوکلور (شپږمه برخه)

د پښتنو فوکلوري تاریخ او تاریخی فوکلور (شپږمه برخه)
د دې ټولو تاریخي حوالو او متونو څخه دا خبره ثابتېږي چي اسلام، د یادو سویو تاریخي افسانو په خلاف، غور ته ډېر ناوخته ورغلی دی او د غور اوسېدونکي او د هغوی حکمرانان نه له اسراییلو سره اړه لري او نه له افسانوي ضحاک سره، چي یوازي د فردوسي په شاهنامه کي موجود دی او له اوږو څخه دوه راوتلي ماران یې د انسانانو په ماغزو پايي.
 
مخکي مو وویل چي قاضي منهاج سراج د غور سلطانان یا سوري پاچاهان د ضحاک اولاده بولي او د هغوی د اسراییلیت ریښې ته بېخي اشاره قدر نه کوي. مېجر راورټي د غزني په باب خپل یوه کتاب کي د غور پاچاهان شنسباني تاجک بولي او وايي چي هغوی په لومړي سر کي په غزني کي د سبکتګین د کورنۍ د سلطانانو تابع ول او کله چي د غزنوي پاچاهانو کورنۍ د سلجوقیانو په مقابل کي کمزوري سول نو دوی هم زړه ور سول او ټولي لوېدیځي سیمي یې ونیولې. راورټي غزنین ص ۷۱
الفینسټون د ضحاک افسانې ته، چي روضت الصفا او تاریخ فرشته هم تایید کړې ده، د شک په نظر ګوري او وايي دا خبره یقیني ده چي د غور پاچاهان د افغانانو په سوري قبیلې پوري اړه لري. الفینسټون لومړی ټوک ص ۲۰۲
 
قاضي منهاج سراج د ملک تاج الدین حبشي عبدالملک له قوله، چي د غور خسرو بلل کېدی او د مغول چنګیز خان په اجازه غور ته ولاړ، وايي چي د مغولو په لښکر کي دوه تنه عسکر پر خپله ګناه باندي اقرار سول او دواړه اعدام سول. ما د مغولو پوځي قوماندان اقلان چربي ته وویل چي که دې دوو تنو عسکرو پر خپله ګناه باندي اقرار نه وای کړی نو د مرګ څخه به خلاص سوي وای. هغه راته وویل چي دروغ ویل ستاسي تازیکانو کار دی. تاسي تازیکان همداسي کوی خو مغول که زر نفسه ولري او زر ځلی مړه سي دروغ نه وايي. منهاج سراج دوهم جلد ص ص ۱۴۵ – ۱۴۶
 
تاریخ نامه هرات، چي د غوریانو له سقوط څخه لږ وروسته لیکل سوی دی، د غوریانو ډېره مغشوشه یادونه کوي او وايی چي د ملک تاج الدین کُرد او د مستونګ د حاکم سبهلار غوري ترمنځ ، چي د هرات د ملک شمس الدین کُرت له خوا یې حکومت کاوه، په جګړه کي دوه سوه پنځوس زړه ور غوري او اوغاني مېړونه د تاج الدین کُرد مقابلې ته و درېدل او تقریبا سل تنه اوغانان او کردان قتل سول... سیف هروي ص ۲۶۹
 
په دې جنګ کي د ملک تاج الدین کُرد سره هم زر تنه اوغانان ملګري دي او د سبهلار غوري سره هم اوغاني زړه ورمېړونه ورسره دي او په جنګ کي له دواړو خواوو څخه جنګیالي وژل کېږي. هغه کتاب هغه مخ
 
عبدالحی حبیبي مرحوم خو د غور د سوري پاچاهانو سلسله د اېران د ساسانیانو د وروستي پاچا یزد ګرد د قاتل ماهوی سوري سره، چي د سوري نوم یوازي د فردوسي د شاهنامې په افسانو کي موجود دی او د تاریخ طبري په څېرنورو تاریخي متونو کي یوازي ماهوی لیکلی دی ، تړي. په دې حساب نو باید سوریانو له اسلام څخه ډېر پخوا په غور کي ژوند او پاچهی کړي وي. که دا ومنو نو بیا به د پښتنو له هغو شجرو سره څه کوو چي سوریان د لودي قبیلې یو ښاخ بولي او د لودي قبیلې پلار ابراهیم لودي ایله په څلورمه هجري پېړۍ کي دنیا ته راغلی دی.
 
دلته نو یوازي یوه لاره پاتېږي او هغه دا چي موږ به غوري سوریان، چي د هند پاچاهان ، شېرشاه سوري او اسلام شاه سوري یې ادامه ده، پښتانه بولو او پر افسانوي شجرو باندي به، چي له تاریخي پېښو سره اړخ نه لګوي، خط را کاږو.
 
د تاریخ طبري له متن څخه داسي څرګندېږي چي د هجرت د دوهمي پېړۍ په سر کي لا غوریان مسلمانان سوي نه دي او عرب هغوی ته د مشرکانو په سترګه ګوري او د هغوی د اېلولو لپاره غزا ورسره کوي. د هجرت په یو سل اووم کال د خراسان والي اسد بن عبدالله د غور په غزا، چي د هرات کوهستان دی، ووت. په ۱۰۸ هجري کي سلم بن احوز او نصر بن سیار د اسد بن عبدالله تر رهبری لاندي د غور پر کافرانو حملې وکړې، ډېر مشرکان یې ووژل، کافرانو ماته وکړه. مسلمانانو د هغوی مورچلونه ونیول د غور ولایت یې لاسته ورغی او بندیان او غنیمت یې تر لاسه کړ. طبري ص ص ۴۰۸۰-۴۰۸۱
 
په دې توګه موږ ګورو چي د غور په باره کي د مخزن افغاني، خورشید جهان، حیات افغاني او نورو کتابونو افسانې له معتبرو تاریخي متونو سره سر نه خوري او تقریبا ټول موږ ته وايي چي د غور په غرونو کي د اموي خلیفه ګانو له زمانې څخه وروسته د عباسیانو او غزنویانو تر وخته پوري لا اسلام په بشپړه توګه خپور سوی نه وو.



نتیجه: د دې مضمون د لیکلو څخه مطلب یوازي د پښتنو د اسراییلیت او نه اسراییلیت ثابتول نه دي. ځکه چي په دې باب کتابونه لیکل سوي او تحقیقات ورباندي سوي دي او دا موضوع لا هم نورو تحقیقاتو ته اړتیا لري. خو دې حقیقت ته باید توجه وسي چي د دونه یوه لوی قام تاریخ، چي د اسیا په جنوب کي یې د کراچی له بندر څخه د سوات ترغرونو او له اباسیند څخه د هندوکش تر لمنو او هرات، غور او کندهار پوري یوه پراخه سيمه نیولې او، لږترلږه، د څه باندي زرو کالو راهیسي یې د غزنوي سلطان محمود څخه نیولې، د مغولو تر امپراطوری، صفویانو، برټانوي استعمار، شوروي اتحاد او لویو طاقتونو ته د سرونو په کاسو کي اوبه ورکړي دي، له دوولسو سوو کلونو څخه پیلول له واقعیت څخه لیري کار دی او دغه راز لنډ پاری تاریخ باید چي یوازي د نه منلو پر افسانو ولاړ وي.
 
دا یو حقیقت باید ومنو چي پښتنو ایله په شلمه پېړۍ کي د خپل تاریخ لیکلو ته توجه وکړه او تر دې وخته چي څه تاریخونه لیکل سوي دي نو هغه پردیو لیکلي دي. په دې کي شک نسته چي پرديو یا د غرض او دښمنۍ په اساس لیکني کړي دي او یا یې هغسي لازمه توجه چي پخپله پښتانه یې خپل تاریخ او د خپل قام په باب لیکنو او پلټنو ته کولای سي نه ده کړې.
 
پښتنو، د یوه مستعد او تکړه قام په حیث، د سواد او زده کړي سره علاقه نه ده ښودلې چي خپل تاریخ او شجرې یې پخپله ترتیب کړي وای. د دې خبري یو لوی علت دایمي سیاسي، اقتصادې او ټولنیزه بې ثباتي او له لویو قدرتونو سره پرله پسې جنګونه او خپل منځي عداوتونه او دښمنۍ کېدلای سي. که د ډپټي محمدحیات خان لیکنه، چي د نولسمي پېړۍ په وروستیو لسیزو کي یې په پېښور کي لویه دولتي وظیفه درلوده، ومنو، چي د ردولو لپاره یې دلیل هم نه لرو، نو د پښتنو د لیري پرتو سیمو او کلیو او بانډو د سواد او پوهي په باب اټکل کولای سو.پېښور په هغه وخت کي د انګرېز سرکار تر مستقیمي او غیر مستقیمي ادارې لاندي وو او خلک یې لږترلږه د رسمي تعلیم او تربیې او ښونځیو له نامه سره اشنا ول. ډپټي محمدحیات خان لیکي« د ملایانو نه پرته پښتانه او نور ځمکه وال خلک د علم له زده کړي سره هیڅ ډول مینه نه ښکاره کوي. او دا د خواشینی ځای دی چي د دې ارزښتناک او بې بها نعمت څخه محروم دي. د بنو څیو د ملکانو له جملې نه دوه تنه ابوسمند دهرمه خېل او ظفر خان اسمعیل خېل په فارسي ژبه لیک او لوست کولای سي.خو په پاتې مروتو کي داسي څوک نه لیده کېږي. په عیسی خېلو کي سرافراز خان او عبدالله خان باسواده دي او په میانوالي کي همدا حال دی. اوس په سرکاري ښوونځیو کي زیاتر هلکان لیک لوست کوي، خو د بېسواده پلرونو له کبله ورسره ډېره مینه نه لري او له پیل نه د دوی د تربیې او زده کړي لپاره غوره تدابیر نه نیول کېږي او دا عمل د دغه ځای رعیت ته د ضرر نه ډک عمل دی. ځیني کم علمه ملایان چي لږه فارسيلوستلای شي هغوی هم د سمي تربیې د نشته والي له امله له خپلي پوهي نه ناوړه ګټه اخلي او جعلي کاغذونه جوړوي. د خلکو د کړو وړو د سمولو لپاره د علم زده کړه ډېره ضروري ده.
 
اوس د سرکار د پاملرني له مخي په دې ضلعه کي د هلکانو ۳۲ ښوونځي او د نجونو څلور ښوونځي د علم او پوهي د زده کړي لپاره رامنځته شوي دي چي کلنی خرڅ یې تقریبا شپږ زره روپۍ دی او په دغه ښوونځیو کي د ۱۸۶۵ ع کال د اپریل د میاشتي په لومړۍ نېټه د زده کونکو شمېر اته سوو تنو ته رسېده. چي د هغې جملې نه ۵۵۹ تنه مسلمانان او ۲۹۱ تنه هندوان وو. د دې نه پرته ۵۲ نجوني هم په ښوونځیو کي په زده کړه بوختي دي چي د هغوی له جملې نه ۱۳ مسلماناني او ۳۹ هندواني دي» ‍محمد حیات خان ص ۷۱۲
 
که د نولسمي پېړۍ د شپېتو او اویاوو په لسیزو کي د پېښور د سیمي، چي د انګرېزانو رسمي ښوونه او روزونه هم پکښي پیل سوې وه، دغه حال وو نو بیا د اوروزګان، کندهار، کونړ او نورو پښتني علاقو د سواد او زده کړي په باب اټکل کول ډېر ګران کار نه دی. دا وخت زموږ ګاونډیو قامونو د خپلو تاریخونو په باب کتابخانې درلودلې او موږ لا یوه پاڼه هم نه وه لیکلې. طبیعي خبره ده چي ځوانانو او سپین ږیرو مو باید د خپل تاریخ په باب له نیکونو څخه په ورپاتو افسانو ګوزاره کړې وای او چي څه یې اورېدلي ول هغه یې په پتو سترګو منلي ول. البته نوی نسل چي تاریخ لیکي نو دې ټکي ته یې باید پام وي چي افسانې، تاریخي کیسې، فوکلور او تاریخ سره بېل کړي. خپل تېر تاریخ یوازي او یوازي د تاریخي حقایقو د روښانولواو د ځوانانو د پوهولو دپاره ولیکي، څو هغوی د خپلو تېرو پېښو په رڼا کي د خپلي راتلونکي پېش بیني وکړای سي.
توضیحات:
( ۱) په تورات کی د پاچاهانو د کتاب په څلورم فصل کی راغلي دي چی سلیمان علیه السلام پر ټولو اسراییلو باندي پاچهي وکړه. او دا هغه کسان دي چی دهغه په اداره کی شامل وه. د سادوک زوی آذریاس د مذهبی مراسمو مشر. د سیسا زامن ایلی هوریف او آهیا د پاچا د سکرټرانو په حیث. د جوزافات زوی آهیلود د اسنادو د ثبتونکي په حیث. د جویادا زوی بانایاس د پوځ مشر. او سادوک او ابی یاتار د مذهبی مراسمو مسولین. د ناتان زوی ازریاس د دربار د چارو مسول.د مذهبی مشر ناتان زوی زبود د پاچا سلاکار.د حرم د چارو مسول آهی سار او د آبدا زوی ادوني رام د تشریفاتو مسول.دغه راز د همدغه فصل په اووم لمبر ایت کی د دوولسو والیانونومونه راغلي دي چی په هغو کی له ارمیا څخه نیولې تر برخیا، آصف او افغانا پوری د هیڅ یوه نوم نسته.
( ۲) اوه ویشتمه سوره نهه دیرشم او څلوېښتم آیتونه
د پېریانانو یا دېوانو له جملې څخه یوه زورور دېب وویل زه به هغه( د بلقیس تخت جهانی) مخکی له هغه چی ته له مجلسه ولاړ سې درته حاضرکړم. زه ددې کارد کولو لپاره بشپړ توان لرم او ته په ما باور کولای سې. یوه بل دېب وویل چی زه به د بلقیسی تخت د سترګو په رپ کی درته حاضر کړم. او سلیمان ولیدل چی هغسی وسوه.
 
(۳) په عربی ژبه کی پر دغه وزن یوازي د بطان لغت سته چی مطلب یی کمربند دی او هغه له کښتۍ سره هیڅ اړه نه لري. په دې برخه کی د هینري جورج راورټی تبصره ډیره په زړه پوری ده چی د پښتو ګرامر دپاره د مقدمې په نهم مخ کی یی راوړې ده او وایی چی د پطان څخه مطلب په عربي ژبه کی ښایی د کښتۍ لاندنی لرګی Keel نه بلکه Keelson وي چی مطلب یی د هغو لرګیو او یا فلزي ټوټو مجموعه ده چی د کښتۍ ټوله لاندنی برخه سره تړي او ټینګوي. البته راورټی هم نه وایی چی دا یی په کوم قاموس کی لیدلي دي چی پطان ته د کښتۍ د لاندنی برخي د فلزي ټوټو او یا لرګیو مجموعه وایی.
 
( ۴) مرحوم بینوا د افغانستان نومیالي په نوم کتاب په ۳۹۲ مخ کی لیکی چی په دې حساب نو د ده( بیټ نیکه جهاني) د ژوند وخت موږ له درې سوه څخه تر څلور سوه هجري پوری تخمین کولای سو. سلیمان ماکو په خپله تذکرت الاولیا کی د بیټ نیکه له خولې یو شعر هم رانقل کړی دی چی د پښتو ادب په تاریخ کی خورا مهم ګڼل سوی دی. دغه راز مرحوم عبدالحی حبیبی په خپل کتاب پښتانه شعرا لومړي ټوک په لومړي مخ کی لیکی چی د بیټ نیکه پوره حالات هم تراوسه نه دي معلوم سوي. او تاریخ په کلکه دا نه سی ویلای چی بیټ نیکه په کومو کلونوکی ژوندی وو. البته ځینی تاریخ لیکونکي وایی چی دا ملی شاعر د غوري پاچاهانو په زمانه کی تیر سوی دی او ددې ډول تاریخی معلوماتو څخه موږ دا اټکل کولای سو چی بیټ نیکه د ۳۰۰ – ۴۰۰ هجري په منځنیو وختونو کی ژوند کړی دی.