دا يو تاريخي حقيقت دی چې مسلمانانو خويندو د تاريخ په اوږدو کې د اسلام د سپېڅلي او ژوند بخښوونکي دين لپاره خورا غټې_غټې قربانۍ ورکړې چې د اسلام تاريخ پرې وياړي.له دې کبله هغوی د دين په خاطر له خپلو خپلوانو سره د خپلوۍ نږدې اړيکي غوڅ او ورڅخه تېرې شولې، د اسلام په خاطر د پرګنو او کورنيو سره په جګړو بوختې شوې، غمونه او اندېښنې لوړې او ژورې يې وګاللې او خپل کورونه يې پرېښودل، اسلام ته د ګټې رسولو په خاطر له خپلو شخصي ګټو څخه تېرې شوې، بالاخره د ژوند تر وروستيو سلګيو پورې له خپل خدای تعالی سره په خپل عهد او پيمان ثابتې پاتې شوې.د مکې په لومړنۍ دوره کې چې کومو افرادو د اسلام غېږې ته ور ودانګل په هغوی کې د عمار بن ياسر (رض) د کورنۍ غړو د اسلام د ځلاند ستورو حيثيت درلود، د هغه مور د ابوحذيفه بن مغيره مينځه وه چې له مقدس دين څخه د جاروتنې په خاطر يې وربړوله.او بالاخره د حق د منلو په جرم ملعون ابوجهل په نېزه ووهله او شهيده يې کړه، په داسې حال کې چې د هغې په سپېڅلې عقيده او قوي ايمان کې کوم توپير را نه غی دا لومړنی شهادت و چې د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد (ص) پيغام ته د لبيک ويلو په نتيجه کې يوې پاکې مېرمنې نوش کړ.د حضرت عمر (رض) خور فاطمه (رض) بنت خطاب چې کله د ايمان او عقيدې په منصب مشرفه شوه نو حضرت عمر (رض) هغه دومره ووهله چې بې هوښه شوه، خو د دې تر څنګ هغه پر خپله ژمنه دومره وفاداره وه چې په هغې کې کومه ناتواني رامنځته نه شوه او حضرت عمر (رض) ته يې په تونده لهجه وويل:يا ابن الخطاب ما کنت صانعا فاصنعه فإني قد أسلمت.اې د خطاب زويه! څه چې غواړې هغه وکړه، بېله شکه زه مسلمانه يم.حضرت عمر (رض) غوښتل تر څو د قران عظيم الشان هغه پاڼې چې د هغې په لاس کې وې ورڅخه واخلي خو هغې ورته وويل چې:اې د خطاب زويه! ته ناولی او ناپاک يې او دا د هغه سپېڅلي کتاب پاڼې دي چې سپېڅلي خلک يې په لاس کې اخيستلای شي.ابوسفيان (رض) تر ميان راوړلو وړاند يوه ورځ مدينې ته لاړ او د پېغمبر (ص) په خدمت کې حاضر شو، غوښتل يې له خپلې لور ام المومنين ام حبيه (رض) سره هم ليدنه کتنه وکړي، کور ته ننوت هلته د رسول الله (ص) بستره غوړېدلې وه، پر هغې کښېناست، نو لور يې بېله ځنډه هغه ورڅخه کش کړه، پلار يې په حيرانتيا او تعجب ورته وکتل او ويې ويل:ايا زه پر دې بستره باندې د ناستې لپاره وړ نه يم، او که څنګه؟لور يې ځواب ورکړ: نه!دا د خدای (ج) د استازي بستره ده او ته مشرک او نجس يې، نه غواړم دغه مقدسه بستره ستا په ناستې ناولې کړم.د عظيم الشان قران دغه پرېکړه ده چې مومنان سړي او ښځې بايد د خدای (ج) د دښمنانو او محاربينو سره په هېڅ ډول دوستانه اړيکي و نه لري.يو ځل د حضرت اسماء مشرکه مور قتيله بنت عبدالعزی له يو لړ ډاليو سره له مکې څخه مدينې ته راغله خو اسماء تر مخه په دې برخه کې له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه او ورته يې وويل: زما مور له يو څه ډاليو سره راغلې او غواړي زما مرسته وکړي نو ايا هغې ته کور ته د راتلو اجازه ورکړم؟ او ښه سلوک ورسره وکړم او که څنګه؟ رسول الله (ص) ځواب ورکړ چې هو!دا دواړه کاره بايد ته وکړې.رقيه بنت ابي صيفي (رض) د مکې په هغه زښته نازکو شرايطو کې د حق ږغ ته په داسې حال کې لبيک وويل چې قريشو د اسلام د ستر پېغمبر د وژنې پلان او منصوبه جوړوله نو همدغه پاک لمنې بي بي وه چې د اسلام پېغمبر يې د قريشو له شومو عزايمو څخه خبر کړ او حضرت محمد (ص) د هجرت لاره په مخکې ونيوه. په دې توګه د اسلام له مقدس دين څخه د دفاع په خاطر د دين د دښمنانو د ناکامۍ په برخه کې چې پر اسلام مينو او مبارزو خويندو کوم رول او نقش لوبولی دا يو حقيقت دی چې په هر چا کې د هر کار صلاحيت نه وي، وقد شهد خيبر مع رسول الله (صلی الله عليه وسلم) نساء المسلمين.د خيبر په غزوه کې له رسول الله (ص) سره ډېرو مسلمانانو ښځو هم برخه اخيستې وه.تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په غزواتو کې د مسلمانو ښځو برخه اخيستنه د کوم خارجي فشار له کبله نه وه، بلکې د دين د ساتونکو او علمبردارانو ملګرتيا او مرسته يې د خپل ځان لپاره د عزت او درناوی وشي له ګڼ له نو په خپ له به يې غوښتنه کوله.د خيبر جګړې ته چې کله رسول الله (ص) روانېده نو د بنو غفار قبيلې ښځو په يوه ږغ سره وويل:أنا نريد أن نخرج معک أو إلی وجهک هذإ فنداوی الجرحی ونعين المسلمين بما استطعنا.موږ غواړو ستاسو سره د جګړې ډګر ته ووځو، د ټپيانو تداوي او له خپل توان سره د مسلمانانو مرسته وکړوڅوک د يو کار لپاره وړ وي څوک د بل کار لپاره، څوک د ساينسي څېړنو لپاره اهل وي او څوک د عسکري تنظيم لپاره، په چا کې د ليکوالۍ صلاحيت وي او په چا کې د خطابت، د چا بدني جوړښت او ځواک د زيار او زحمت ګاللو وړ وي او د چا بالکل نه وي، د صلاحيتونو دغه اختلاف په دواړو بشري اصنافو کې ليدل کېږي، لېکن دلته که دغه دوه بشري اصناف له يو بل سره مقايسه کړو، نو دغه اختلاف تر لمر هم زيات روښان دی.
وروستي