
زما په دې حقیقت به کیدائ شي ځینې وروڼه خفه شي چې دا دومره لوی بهتان موږ پسې، نه مهاجره وروره پښتو کې یو متل دی وايي چې غل نه يي له پاچا مه ویریږه تاسو خو زموږ د وجود یو برخه يي موږ هغه څوک یادوو چې هر ورځ يي د هیواد په مظلومو شهیدانو د مردار شوو نوم ګدي ، زموږ سرتیرو ته کافر او پنجابي ته د اسلام ټیکدار وايي ،زما ولسمشر ته سیکولر خو عمران او حقان عباسي دې سوچه مسلمانان ، رښتیا هم چې غني خان څومره ښه ویلي:
ماته د جنت کیسې، ځان ته د دنیا حساب
دا دې عجیبه انصاف، دا دې عجیبه کتاب
زه په مستۍ سور کافر، ته په هوس سپین ملا
ما ته په فتوا عذاب، تاته په دوکه ثواب
خپل اصلې مطلب ته راځم دا څو ورځې ځینې اشخاص څارم چې د کابل په خونړي برید خفګان کوي خو بل خوا ته ځینې ملګرې پیژنم چې افغان مهاجرین دي د استخباراتو په لومو کې ګیر د هیواد په اړه منفي تبلیغات کوي، زه دغو مهاجرو وروڼو ته یو خبره کوم دا چې نن تاسو زموږ مرګ ای اس ای په امر روا بولئ همدا تور مخي به سبا تو یو بله ډله جوړه کړي ستاسو مرګ به بیا روا بولي بیا به ستاسو عکس العمل د هغې ډلې په وړاندې څه وي ؟؟
دا چې هیواد مو له زیاتو ننګونو سره مخ ده اصلی عامل همدا کډوال دي مونږ هم هر څه څارو وینو چې د ورانکارو مشران چیرته دي، دوي ژمي او اوړۍ چيرته وي دوي د هیواد ورانونی فکرونه په کوم ځاې کې کوي، موږ ته د ویده شوو په سترګه مه ګورئ نور بس کړئ د هر افغان وینه مباح الدم مه ګڼۍ .په دې هم ښه پوهیږو چې پاکستان تاسو نه راوباسې ځکه ستاسو په راوتلو سره دلته په اور د اوبو د تویدو په معنی ده دا دیرش کلن اور مړ کیږي او د پاکستان پوره یو عسکري ځواک ختمیږي دا چې تاسو کله کله د ولسمشر په وړاندې د یو ابزار په توګه مخې ته کوي ډیر لوی شرم ده زه درته وایم تاسو خپله اسلامي وجیبه تر سره کړئ خپل هیواد ته راشئ دلته لوږې څوک نه دي وژلي روزې به خدای دلته هم درته رسوي.
دا چې نن ورځ پاکستان د سخت فشار لاندې ده نو ځکه له یوا خوا په هیواد کې ستاسو په واسطه د اور لمبو ته پوکئ ورکوي له بلې خوا افغان مهاجرینو ته وايي چې په یو میاشت کې ووځئ نو مهاجرین مجبور دي چې ووايي هیواد کې جنګونه دي امن نشته اوس ژمی ده پنجابیان له همدې نقطې څخه استفاده کوي ځکه هغوي پوهیږي چې دومره وینې مو ورته توي کړي چې څوک به په اسانئ هیواد ته ستنیدل خوښ نه کړي بل ژمی ده هوا سړه ده نو یو ځل بیا به افغانانو د اوسیدو موده تمدید کړي او هیواد کې به روان وضیعت همداسې دوام لري، افغان مهاجرین به پاکستان کې تربیه کیږي او دلته به انتحاري کوي.