کله چې موږ د حقونو نوم اخلو، نو بايد د قانون نوم هم له ياده و نه باسو، ځکه قانون د يوې ټولنې د عيني او ذهني شرايطو په پام کې نيولو سره د هيواد د ټولو اتباعو او ټولو اقشارو حقونه په خپله لمن کې رانغاړي.زه فکر کوم چې د افغانستان په نوي اساسي قانون او نورو مدني قوانينو کې د ښځو حقونو ته پوره پاملرنه شوې ده، خو مشکل يوازې د قانون په عملي کولو کې دی.زه دا نه وايم چې تر اوسه د ښځو د حقونو لپاره هېڅ نه دي شوي، بلکې ډېر څه شوي دي خو له بده مرغه له يوې خوا کافي نه دي او له بله پلوه دغه لاسته راوړنې په سلو کې نيوي په ښارونو پورې اړه لري.که ښځو ته کار پيدا شوی دی، نو په ښارونو کې دی، که د ښځو لپاره د تعليم زمينه مساعده شوې نو هغه هم په ښارونو کې ده او که ښځې په سياست کې برخه اخلي نو هغه هم ښاري ښځو ته دغه چانس په لاس ورغلی دی.دا چې د افغانستان په سلو کې پينځه اويا خلک په کليو کې ژوند کوي، نو زه ويلای شم چې موږ د افغاني ښځو يوه لويه برخه له ياده ايستلې ده. موږ غواړو چې ښځو ته دې تر ټولو مخكې يو ځل د انسان په سترګه وکتل شي او بيا وروسته دې يې د اساسي حقونو غم وخوړل شي.اوس خو ښځو ته تر ډېره بريده په تېره بيا په کليو کې د انسان په سترګه نه کتل کېږي، د مال په ډول خرڅېږي، په باغ، ځمکه، موټر او نورو باندې بدلېږي چې دا د اسلامي، افغاني او نړيوالو موازينو خلاف کار دی. مشکل يوازې دا نه دی چې ښځې يوازې د کور په څلورو دېوالونو کې بندې دي، بلکې په کور کې دننه هم چندانې د انسان په سترګه نه ورته کتل کېږي. نجونې په کوچنيوالي کې واده کېږي، په زوره واده ته اړ ايستلې کېږي، نشه يانو، سپين ږيرو او نورو داسې کسانو ته په زوره په نکاح کېږي چې د دوی وړ نه وي. دغه ډول په ډېره کوچنۍ خبره وهل_ټکول خو د دوی د ژوند يوه برخه ده. دا چې د افغانستان نهه نيوي خلک مسلمانان دي، او د اسلام مبارک دين ښځو ته پوره حقونه ورکړي دي، نو ښه به دا وي چې لومړى د يو څه وخت لپاره په کليو کې يوازې په همدغو حقونو اکتفا وکړو.بايد د افغانستان دولت په تېره بيا د ښځو چارو وزارت د کليوالو ښځو لپاره خاص پروګرامونه جوړ کړي. سږ کال هم په افغانستان کې د ښځو نړيواله ورځ خورا په جوش او خروش ولمانځل شوه او ټولو رسنيو ښه په خوند راپورونه پرې وچلول، کور يې ودان چې د دې دربدره ولس يوې لويې برخې ته يې پاملرنه وکړه، خو زه بيا هم هغه خبره کوم چې هر څه تر ښارونو پورې محدود ښکارېدل او په ټوليز ډول د ښځو نهه نيوي په سلو کې د ښارونو اوسېدونکو د حقونو غوښتنه لرله. زه له رسنيو څخه دا ګيله کوم چې ايا د کومې ليرې پرتې سيمې د يوې بېوزلې ښځې ږغ يې په نړيوالې ټولنې او افغان حکومت واورېدی؟ همداراز نړيوالې ټولنې او افغان حکومت په کومه ليرې پرته سيمه کې داسې يوه کارنامه وکړه چې په هغې دې د يوې کليوالې ښځې په ژوند کې د بدلون څرک وليدل شي؟هو! له بده مرغه د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت ټولې هغه هڅې چې د ښځو د ژوند د سمون او د هغوى د حقوقو د دفاع لپاره کېږي، يوازې او يوازې تر ښارونو پورې محدودې دي چې دا کار ښايي د دغه هيواد په ډېره برخه مېرمنو کې يوازې د څو فيصده مېرمنو د حقوقو د دفاع سبب وګرځي.درنو لوستونکو! زه ليکواله نه يم، خو دغه څو کرښې مې ستاسو پر وړاندې وليکلې، البته غوښتنه مې دا ده چې افغان حکومت په ځانګړې توګه د افغانستان د ښځو چارو وزارت او د نړيوالې ټولنې هغه برخه چې په افغانستان کې د ښځو له حقوقو څخه د فاع کوي، بايد د کليوالو ښځو ژوند ته پاملرنه وکړي او هغوى ته دم ګړى يوازې بشپړ اسلامي حقوق وروګټي. ځکه د افغانستان اساسي قانون ښځو ته ښه حقوق ورکړي خو له بده مرغه دا قانون تر ډېره حده په بېلابېلو برخو کې نه عملي کېږي. راشئ ټول افغانان د خپل اساسي قانون د پلي کولو لپاره لېڅې راونغاړو او په يوه افغاني مېړانه اول پر ځان او بيا پر خپل ملت د قانون د پلي کولو هوډ وکړو
وروستي