يمن: ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپيان دي

روهي (درې نۍ/۱۰ د سلواغې)، په يمن د حکومتي ځواکونو او بېلتون غوښتونکې ډلې ترمنځ نښته شوي، چې په پايله کې ۳۶ کسان له دواړو خواو وژل شوي او ۱۸۰ نور په کې ټپيان دي.

په يمن کې حوثي بېلتون غوښتنکي چې د ايران او عربي متحدو اماراتو له لورې يې ملاتړ کيږي، د يمن حکومت پر وړاندې په بغاوتونو لاس پورې کوي، چې په نننۍ پېښه کې درنه مرګ - ژوبله حوثي بېلتون غوښتونکو ته رسېدلې ده.

د يمن حکومت بېلتون غوښتونکو حوثيانو ته د يمن حکومت د دښمان په توګه ګوري او په وړاندې يې له پوځي اقداماتو کار اخلي.

له تېرو دريو کالنو راهيسې په يمن هلمند کې کورنۍ جګړه روانه ده، چې تر اوسه په کې شااوخوا ۱۰ زره کسان په کې وژل شوي دي.