پاکستان: په موټر پسې بم چاودنه کړي او شپږ کسان يې وژلي دي

روهي (درې نۍ/۱۰ د مرغومي)، د راپورنو له مخې نن ورځ د پاکستان په پاړه چنيار سيمه کې په يو موټر پسې بم چاودنه کړي او د يوې کورنۍ شپږ کسان چې درې ښځې او درې په کې نارينه وژل دي.

د ريوټرز د خبر له مخې، چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د يوې کورنۍ شپږ غړي د جنازي د مراسم لپاره د افغانستان له سرحد سره نېږدې يو کلي ته روان وو.

پاکستانيو چارواکو د پېښې پخلی کړی، خو مالومه نه چې بم په موټر پسې نښلول شوی وو او که د سړک غاړې بم چاودنه کړي.

په پاکستان کې د نننۍ پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخېستی.

ځاي اوسېدونکي وايي، له افغان پولې سره څېرمه پاکستاني ملېشه ځواکونه او همدارنګه وسله والې ډلې د ځمکې بمونه د يو او بل پر وړاندې کاروي، نو شونې ده، چې نن پېښه د خښ شوي بم له امله وي.