
روهي (درې نۍ/۱۰ د سلواغې)، د امريکا د سي ای اې مشر مایک پمپپیو وايي، چې چين په دې هڅه کې دی ترڅو په لوديځو هېوادونو باندې خپل نفوذ پراخه کړي، د چين هڅې د امريکا لپاره دومره کواښ دی څومره چې د امريکا لپاره د روسيې پټې کړنې دي.
نوموړی په دې باور دی، چې د امريکا د ۲۰۱۶ کال په ټولټاکنو کې د روسيه پراخه او پټه لاس وهنه موجوده وه، خو چين د امريکا او لوديځو هېوادنو پر وړاندې داسې هڅې کوي، ترڅو په اقتصادي ډول دغه هېوادونه تر خپل نفوذ لاندې راولي.
د سي ای اې مشر په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي، چې د روان کال په لومړيو ورځو کې، د سي ای آې يو لوړپوړ کس په دې تور بندي شو، چې له چين سره يې د امريکا د سي ای اې پټ رازونه شريک کړي وو.
د مایک پمپپیو له څرګندونو وړاندې د امريکا متحدو ايالتونو يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم د روسيې او چين په اړه څرګندونې کړې وې. دوی ويلي وو چې روسيه او چين غواړي په سيمه کې او نړۍ کې يو شمېر هېوادونه تر خپل واک لاندې راولې او له دې لارې په نړۍ خپل نفوذ خپور کړي.
د امريکا او لوديځو هېوادنو په مقابل کې چين او روسيه دوه لوی پوځي او اقتصادي ځواکونه دي، چې ډېری ځلې د امريکا د ملي کتو پر وړاندې ودريږي.